طالبانو په خوست کې د هغه بمي چاودنې مسوولیت منلی دی چې اته ملکي امریکایان او یو افغان پکې وژل شوی دی. دا د تلې له میاشتې راپه دې خوا امریکایانو ته تربل وخت درنه مرګ ژوبله ده چې په یوځای اوښتې ده. د تلې په یولسمه په نورستان کې په یوې پیښې کې اته امریکایي عسکر یوځای وژل شوي وو.
اسوشیتد پریس اژانس د امریکا د کانګرس د یوه غړي په وینا رپوټ ورکړی دی چې په وژل شویو کې داسې باور کیږي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې غړي به هم وي.
طالبانو ویلي دي چې د افغانستان د ملي اردو یوه غړي د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د امریکایانو مرکز ته ورغی او چاودنه یې وکړه.
اسوشیتد پریس اژانس د امریکایي چارواکو په وینا څرګندوي چې وژل شوي اته کسه ملکیان دي او شپږ تنه نور هم دې چاودنې ټپیان کړې دي.
خپلواکو سرچینو تر اوسه دا خبره نه ده منلې چې ځان وژونکی دې د افغانستان د ملي اردو غړی وي.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې، سي ای اې تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې چې د خوست په ښار کې وژل شوي امریکایان دې د دوی غړي وي. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل، په هغه مرکز کې چې چادونه شوې ده هلته د افغانستان د ملي اردو عسکر نه شته.
خو اسوشیتد پریس اژانس بل لور ته په خوست کې د یوه افغان حکومتي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستی، څرګندوي چې د دغه امریکایي مرکز د ساتنې لپاره نژدې دوه سوه افغان ساتونکي ګمارل شوې وو چې اکثرو یې د دې مرکز شاوخوا پیره کوله او ځینې به یې منځ ته هم ورتلل.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه مسوول په وینا اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې وژل شوي امریکایان نظامي خلک نه و. د سي ای اې یو پخوانی مشر چې د خوست په مرکز کې یې کار کاوه وویل، دلته یو شمیر هغو کسانو کار کاوه چې له پوځ او نورو موسساتو سره یو ډول په ارتباط کې وو نو کیدای شي چې په چاودنه کې قراردادیان هم وژل شوې وي.
ټولو هغو امریکایانو چې د خوست د چاودنې په اړه اسوشیتد پریس اژآنس ته خبرې کړې دي نومونه یې نه دې افشاء کړي ، ځکه چې دوی رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو حق نه لري.
ناټو ویلي دي چې له دې مرکزه د ولایتي بیا رغاونې ډلې کار اخیست چې هم پکې پوځیان شته، هم ملکیان او عادي خلک.
د ایساف یوه ویاند په کابل کې وویل چې په دې پیښه کې د امریکا او ناټو عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.