د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۲

عظيمي: تر راتلونكو ۳ كلونو کې به د ملي اردو سرتېري دوه نيم برابره شي


جنرال ظاهرعظيمي زیاته کړه، د پخوا په مقايسه ملي اردو ډيره پياوړې شوې
جنرال ظاهرعظيمي زیاته کړه، د پخوا په مقايسه ملي اردو ډيره پياوړې شوې

د افغانستان د دفاع وزارت اوپه كابل كې د ايساف ځواكونو د ملي اردو ليكو ته د سرتېرو د جلب او جذب پروسه چټكه کړې او دغه رازد ملي اردو ځواكونو ته د ناټو په معيار د وسلو ويشل هم پيل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت او په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو چارواكي وايي، چې د افغانستان د ملي اردو د ځواكونو د پياوړي كولو او سمبالولو بهير ګړندى شوى او په راتلونكو درېو كلونو كې به د ملي اردو د سرتېرو شمېر هم دوه لكه څلويښتو زرو ته پورته شي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د ايساف د ځواكونو له وياند سره په ګډه خبريالانو ته وويل، چې د پخوا په مقايسه ملي اردو ډيره پياوړې شوې او له دې وروسته، چې كومې سيمې په پوځي عملياتو كې له وسله والو مخالفينو څخه نيول كيږي د افغان ځواكونو له خوا به په ټينګه وساتل شي:

"زموږ په نوې ستراتيژۍ كې كله، چې يوه سيمه له مخالفينو څخه نيول كيږي د بهرنيو ځواكونو ډېرېدو ته په پام نور د ځواكونو د بيرته وتلو مساله نه مطرح كيږي، ځكه چې اوس زموږ د ځواكونو شمېر هم زيات شوى.

هرځاى، چې له مخالفينو څخه تصفيه كيږي ښه حكومتداري، بيارغونه، دوامداره پراختيا او د قانون عملي كول به په كېٍ ضروري وي."

ښاغلي عظيمي وويل، چې دا مهال د ملي اردو د سرتېرو شمېر څه باندې يولك تنه دي او نږدې نيمايي برخه يې د ناټو په معيار په برابرو وسلو سمبال شوي او څه د پاسه يوولس زره ډول ډول درنې وسلې هم ورته ويشل شوي دي، ده څرګنده كړه، چې تر راتلونكو درېو كلونو پورې به يو سلو دوه پنځوس ډول ډول الوتكۍ هم ملي اردو ته وركړې شي.

د ښاغلي عظيمي په خبره تر اوسه نږدې اولس نيم ميليارده ډالره په ملي اردو لګول شوي، چې اولس ميليارده يې د امريكا او پاتې برخه يې د نړېوالې ټولنې له خوا وركول شوي ده.

په عين حال كې د ايساف يا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو وياند وينې شنكس وويل، چې دوى هلې ځلې كوي ترڅو افغان ځواكونه له هره پلوه پياوړې او سمبال شي، ده وويل چې بهرني ځواكونه په دې هڅه كې دي، چې د افغان ملي اردو وړتيا اوچته او په خپله د دې هېواد امنيت ټينګ كړي:

"ايساف ځواكونه په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت په برخه كې ژمن دي او هڅه كوي، چې د افغان ځواكونو د وړتيا په اوچتولو سره لازمه همغږي هم رامنځ ته كړي.

موږ لازمه همكاري او ضروري فرصتونه د افغان ځواكونو د پياوړي كولو لپاره برابروو، نړېواله ټولنه د افغان ځواكونو د تجهيز لپاره تل هڅه كوي."

په عين حال كې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، امريكا د ملي اردو د پياوړي كولو لپاره د شپاړلس ميليارده ډالرو د وركړې ژمنه كړې خو د دې وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل، چې دا پېسې كفايت نه كوي او افغان دولت به د لندن په نږدې جوړېدونكې كنفرانس كې د نورو پوځي مرستو غوښتنه هم وكړي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې افغان دولت هڅه لري ترڅو د وسله والو مخالفينو په وړاندې د پوځي عملياتو مشري ملي اردو پر غاړه واخلي، د ملي اردو د سرتېرو شمېر زيات شي او افغان ځواكونه په ښو او پر مختللو پوځي وسايطو او وسلو سمبال شي.
XS
SM
MD
LG