د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۴

وحيد عمر:د ملي شورا انتخابات به شفاف اوعادلانه وي


د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر
د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر
د افغانستان د ولسمشر وياند وايي، كه چېرې د ملي شورا انتخابات په خپل ټاكلي وخت ترسره نه شي په دې هېواد كې به سياسي بحران اوكړكيچ رامنځ ته شي.

وحيد عمرد سې شنبې په ورځ په كابل كې يوه مطبوعاتي كنفرانس ته وويل، چې د ملي شورا د انتخاباتو د شاته كولو لپاره هيڅ قانوني دليل نه ليدل كيږي او بايد د اساسي قانون پراساس د ولسي جرګې د غړو د انتخاب لپاره انتخابات د راتلونكې كال د جوزا يا غبرګولي په مياشت كې ترسره شي.
ښاغلي عمرڅرګنده كړه، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له لارې د ملي شورا د راتلونكو انتخاباتود ترسره كولو لپاره د مالي بودیجې د پيدا كولو لپاره هڅې دوام لري او كه چېرې د ده په خبره مرسته كوونكي هېوادونه په دې برخه كې مالي مرسته ونه كړي نو افغان دولت به دا بودیجه له خپلو كورنيوعواېدو څخه برابره كړي:

"هيڅ لوژیستيكي او مالي مساله بايد د دې سبب نه شي، چې قانون ترپښو لاندې شي، كه چېرې د دې انتخاباتو لپاره مو بهرنۍ مالي منابع ترلاسه نه كړل د افغانستان له كورنيو عواېدو څخه به دا لګښت برابركړو.

د افغانستان د اساسي قانون خلاف د انتخاباتو شاته لوېدل په دې هېواد كې سياسي بحران رامنځ ته كوي."

د اساسي قانون له مخې د ولسې جرګې پنځه كلنه كاري دوره د راتلونكې كال د سرطان يا چنګاښ په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي او د ملي شورا انتخابات بايد له دې نېټې څخه ديرش يا شپيته ورځې مخكې ترسره شي.

په عين حال كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو ويلي دي، چې دوى له هره پلوه د ملي شورا د انتخاباتو ترسره كولو ته تيارۍ لري خو يوازې مالي بودیجه، چې يوسلوشل مليونه ډالره كيږي لا تر اوسه نه ده برابره شوې.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون په داسې حال كې د ملي شورا د انتخاباتو ترسره كولو ته تياری نيسي، چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو باندې د تقلب او درغليو له امله په ملي او نړېواله سطحه نیوکې وشوی او داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي د ملي شورا په انتخاباتو كې هم په ورته توګه پراخې درغلۍ وشي.

خو د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمرډاډ څرګندوي، چې له تېرو تجربوڅخه په ګټې اخيستنې به د ملي شورا راتلونكې انتخابات په شفاف اومنظم ډول ترسره شي:

"له تېرو انتخاباتوڅخه مو ډيرڅه زده كړل، د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه دا غوښتنه لرو، چې د شفاف اوعادلانه انتخاباتو لپاره تياری ونيسي، د افغانستان حكومت به هم د دې انتخاباتو د شفافه او ښه ترسره كېدو لپاره هلې ځلې وكړي."

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د دې كميسيون مركزونه فعال دي او دوى كولاى شي، چې د ملي شورا انتخابات په خپل وخت ترسره كړي.

خو په عين حال كې د ملي شورا يو شمېرغړي او ځينې نور خلك امنيتي او اقليمي ستونزو ته په كتو سره داسې اندېښنې لري، چې ښايي د ملي شورا انتخابات د راتلونكې كال د جوزا يا غبرګولي په مياشت كې ترسره نه شي.
XS
SM
MD
LG