د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

د پاکستان پیښورښار ځان مرګي بریدونو غلبیل غلبیل کړی


د دیسمبر په میاشت کې په پېښور ښار کې اوه چاودنې یا ځان مرګې بریدونه ترسره شوي دي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

وروستۍ دوه ځان وژونکې بریدونه د پېښور په زړه صدر سیمه کې د اته څلوېښتو ساعتو نه په کمه موده کې ترسره شوي دي.

د سې شنبې په ورځ د پېښور د خبریالانو تالار ( پریس کلب )د ځان مرګې پېښې شاهد وو، په دې پېښه کې د برید کوونکي په ګډون څلور کسان ووژل شول او اوولس نور ژوبل شول.


د همدې پېښې په تعقیب د پنجشنبې په ورځ له غرمې نه مخکې د صدر په مال سړک باندې د بیمې د دفتر په وړاندې د پولیسو په امنیتي پوسته باندې غبرګو انتهارکوونکیو ځانونه والوزول.

وروستي راپورونه وايي، چې په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او شپږ ویشت نور ژوبل شوي دي.

د پېښور ښار د امنیت یو مسوول صاحبزاده انیس وايي، د غبرګو برید کوونکیو هدف داوو، چې د صدر بازار دننه د پاکستان د هوایي کرښې ( پي . ايي .ای . ) دفتر ته ځانونه ورسوي او هلته ځانونه والوزوي خو کله، چې یې مخه ونیول شوه په مال سړک باندې یې بریدونه وکړه.

د پېښورد ګڼې ګوڼې نه په ډکو بازارونو او اولسي ځایونو کې وروستیو چاودنو د دې ښار اوسیدونکي وار خطا کړي دي.

زرعلي یو دوه ویشت کلن زلمی دی، چې د نوي کلي اوسیدونکی دی او رکشه چلوي. نوموړي د سپین جومات د دنګې منارې او د شیرپاو روغتون سره په خواکې په لمر کې خپله رکشه ودرولې وه او سپرلیو ته یې انتظار ویستلو، هغه ازادۍ راډیو ته وویل، اوس په د ښار کې هر سړی ډاریږي:

"زه په خپله ډېر سخت ډارېږم ، چې ښار بازار ته خو له سره مخه نه کوم، یوازې د ښار نه په وتلو سیمو کې خپله رکشه چلوم او ځان له ډوډۍ ګټم . د کورنۍ غړي هم را ته وايي، چې د بیروبار نه ډکو سیمو ته سپرلۍ مه وړه."

دا یوازې د نوي کلي زرعلي نه دی، چې د پېښور وروستیو چاودنو د اندېښنو سره مخ کړی دی ، اوس په دې ښار کې یو نه، هر سړی ډاریږي .خلک وايي اوسنی حکومت، چې واګي یې د عوامي نیشنل او پیپل ګوندونو په لاس کې دي کاملا، د دا ډول بریدونو په وړاندې د ماتې سره مخ معلومیږي.
خو د سرحد ایالت د اطلاعاتو وزیر د پنجشنبې په ورځ له ځان مرګې بریدو وروسته خبریالانو ته وویل د امامانو په میاشت کې د نورو تروریستي پېښو د پېښېدو وېره هم دوی ته احساسیږي.هغه وايي، ترهګر په قبایلي سیمو کې د ماتې سره غاړه غړۍ دي او اوس په ښاري سیمو کې سر تېره بریدونه کوي .نوموړی زیاتوي :


" د محرم په میاشت کې داسې نورې بریدونه هم کېدای شي، خو موږ په قوي مورال د ترهګرۍ پر ضد جهاد ته ادامه ورکوواو په هیڅ حال کې ترهګرو ته سر نه ټیټوو."

په وروستیو څو میاشتو کې پرله پسې بریدونو د پېښور ښار غلبیل کړی دی، حکومت په سوات، وزیرستان او نورو سیمو کې د وسله والو ډلو پرضد د بریاوو د ترلاسه کولو دعوه خو کوي خو اوس خلک په دې نظر دي، چې حکومت د خپلو پولیسو او فوځونو د سر ساتنه نشي کولای نو دوی سره به څه کومک وکړي .

له پېښوره د نجیب عامر راپور
XS
SM
MD
LG