يو شمېر كابل ښاريانو له ازادۍ راډيو سره په مركې كې وويل، چې دولت بايد د تيلو او غازو د بيو د راټيټولو لپاره جدي اقدامات وكړي.
په كابل كې د ژمي په رارسېدو سره خلك له غازو څخه هم ډير كار اخلي.
د سوداګرۍ د وزارت او نفتي موادو د رياست د معلوماتو له مخې اوس مهال په كابل ښار كې د شخصي خرڅلاو ځايونو تر څنګ د غازو د خرڅولو ۴۵ دولتي مغازي فعاله دي او خلك په اوږدو كتارونو كې له سهار څخه تر مازديګره پورې د څو كيلو غازو د اخيستلو لپاره انتظار باسي.
دا په داسي حال كي ده، چې د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت سرپرست وحيدالله شهراني وايي، چې غاز د منځنۍ اسيا له هېواودونو څخه افغانستان ته راځي او په افغانستان كې يي د بيو د لوړېدو يو لامل په بندرونو كې د واګونونو تم كيدل او له هغي پرته له بندرونو څخه يي د هېواد ښارونو ته د راوړلو لګښت هم دي.
وحيدالله شهراني وويل، چې دولت په سږني ژمي كې هڅه كوي، چې د تيلو او نفتي موادو بيي راټيټي شي خو دوي په خپله هم له ستونزو سره مخ دي:
"د دولت امكانات هم محدود دي په يوه داسې ښار كې، چې ۴ نيم يا ۵ ميليونه نفوس لري حكومت ته سخته ده، چې د كمو امكاناتو په درلودو سره ټولې اړتياوې پوره كړي او حكومت خپل ټول امكانات خلكو ته د مرستې رسولو لپاره نه دريغوي .
تاسو پوهيږي، چې په نړۍ كې د نفتو بيي لوړې شوي او سر بېره پر دې د حيرتانو، تورغونډې او نورو بندرونو څخه كابل ښار ته د نفتي موادو انتقال هم لګښت لري، چې دا په كابل كې د نفتي موادو او تيلو د بيو په لوړوالي اغيزه كوي."
كه څه هم، په كابل كې، چې د هېواد له سړو سيمو څخه شمېرل كيږي د ژمي په را رسېدو سره د برېښنا وضعيت ښه شوی خو د برېښنا د لوړې بيي له امله خلك ډير له نفتي موادو او غازو څخه د سون د موادو په توګه هم كاراخلي.
خو په بازارونو كې د دغو موادو بيي په يو ځل سره دوه او درې چنده لوړيږي.
خلك وايي، چې دولت بايد په بازار كې د سوداګرو تر منځ د سالم رقابت يا سيالې له لارې خصوصي سكټور ته د اسانتياوو په برابرولو سره د تل لپاره نرخونه كنترول او د خلكو د ژوندانه لپاره، چې ډير يي بي وزلي او د ټيټ اقتصاد لرونكي دي اسانتياوي رامنځ ته كړي.