په کونړکې د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو ریس حاجي سردار خان ازادۍ راډيو ته په يو ه ځانګړي مرکه کې وويل، چې د کوزې پښتونخوا په باجوړاومومندو قبايلي سيموکې د پاکستانيو دولتي سرتېرو او د سيمه ايزو وسلوالو طالبانو ترمنځ د روانو جګړو اوهلته د هوايي بمبارېو له امله نږدې څلور نيم سوه کورنۍ کنړته په کډه کولو مجبورې شوي دي.
سردارخان وويل، چې ټولو مهاجرو کورنيو سره يي يوه اندازه د خوراکي او ژمنېو موادو مرسته کړې، چې په کې غنم، دال، د پخلنځي سامان ، کمپلې، خيمې، ترپالونه او نور شيان شامل دي.
هغه وويل د کونړپر زياتوغرونو واوري پريوتې اوهوا ډېره سړه شوی نو مرستندويه ټولنو ته پکار دي، چې بايد نوموړو بې کوره شوو خلکوسره پوره اوهر ډول کومکونه وکړي.
له کومې ورځې څخه، چې په باجوړ او د کوزې پښتونخوا په نوروسرحدي سيموکې امنيتي حالات خراب شوی له هغې ورځې څخه د پاکستانيو پوځيانو او پوليسو له خوا هلته په پرتو افغانانو اوځای اوسيدونکو باندې ځمکه تنګه شوي او له هغې ځاي څخه کډو کولو ته اړ شوي دي.
کوم افغانۍ کډوال، چې د پاکستان او کوزې پښتونخوا څخه راغلي د هغوي يو شمېر ته يي کورونه جوړکړي او پاتو ته به يي هم د(يو اين ايچ سي ار )په مرسته ودان کړي.
باجوړ څخه راغلي يو تن مهاجرحاجي شيرين خان هلته د روانو جګړو په اړه ازادۍ راډیو ته وويل، چې پاکستانيو پوځيانو پرسرکونو روان هر موټر تر خپل بريد لاندې راوستلو، که هغه به د طالبانو وو او که د ولسي وګړو ،عامو وګړو ډير زيانونه وليدل ،همدا لامل و، چې کنړ ته راغلل افغانستان د دوی پخوانی کور دى.