د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۴

ولسي جرګې لغمان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات وغندل


نن ولسي جرګې په خپلې عمومي غونډه كې د بهرنيو ځواكونو له خوا په لغمان ولايت كې د ملكي خلكو وژل وغندل او پرېکړه یې وکړه، چې د پنجشنبى ورځ غونډې ته دې د دفاع او كورنيو چارو وزيران وغوښتل شي.

په ولسي جرګه كې د لغمان ولايت استازيو وويل، دا لومړى ځل نه دی، چې په دې ولايت كې د بهرنيو ځواكونو له خوا ملكي خلك وژل كيږي.

د جرګې غړي عبدالمجيد قرار سره له دې، چې د بهرنيو ځواكونو دا عمل يې وغنده، د ملي اردو په ځواكونو يې هم انتقاد وكړ، ځكه چې دوى هم د پيښې په سهار ورته عمل ترسره كړ:

"د سه شنبې په شپه یې له یوې کورنۍ درې ورونه، دوه ورېرونه او یوه ښځه شهیدان کړي، درې کسه چې له بل کلي راغلي وو دا یې هم شهیدان کړي.

په دې سیمه کې یې د یوې ښځې په شمول ۸ تنه شهیدان کړي، په سبا یې ملي اردو هم ورته عمل ترسره کړی، ۳ تنه یې په ډزو وويشتي او یو تن په کې شهید شوی.

په خلکو رحم په کار دی. څنګه به امن راشي، چې په یو کور ورننوځي، د خلکو عزت تر پښو لاندې کیږی او ۶ تنه یې شهیدانیږي. خلکو ته خو دا د تحمل وړ نه ده."

د ولسي جرګې غړو وويل، دا لومړى ځل او لومړى ولايت نه دی، چې د بهرنيو ځواكونو په عملياتو ملكي دې، خلك نه وژل كيږي.

دوی وويل، له څو كالو راهيسې د ورته پېښو وروسته ژمنې شوي دي، چې د تروريستانو پرضد عملياتو كې به له پوره دقت څخه كار اخيستل كيږي، خو ليدل كيږي، چې دا پيښې په مسلسله توګه كله په يوه ولايت او كله په بل ولايت كې تكراريږي.

د جرګې ريیس محمد يونس قانوني وويل، د دې لپاره، چې د پېښې لامل څرګند شي، بايد د راتلونكي پنجشنبې په ورځ د كورنيو او د دفاع وزيران د جرګې غونډې ته وبلل شي او د جرګې پوښتنې ځواب كړي:

"د لغمان په پېښه كې كه اردو او پوليس شريك وي، مسوولين يې د جرګې غونډې ته را وبولئ، كه حاضرنه شول، جرګه به يې په هكله پرېكړه وكړي.

همدارنګه د بهرنيو ځواكونو د قانوني كېدو په هكله مو له جمهورريیس سره هم خبرې كړي او هغه مربوطو ارګانونو ته امركړى دی، چې د دې طرحه دې ترتيب او ولسي جرګى ته دې وسپاري."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون د لغمان په ولايت د ملكي خلكو پر وژل كېدو هم اندېښنه ښودلې ده، په دې هكله د دې كميسيون وياند نادر نادري وويل:

"د لغمان په ولايت كې د ملكي خلكو د وژلو لپاره، دوی يو پلاوى وراستولى ترڅو پېښه په كره توګه وڅيړي او راپور يې خپوركړي."

د لغمان د پېښې په هكله جمهور رییس حامد كرزي، د ده د مشاورينو او كورنيو چارو په ګډون يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې پېښه ژر ترژره په هراړخيزه توګه وڅيړي.

په دې هكله بهرنيو ځواكونو ويلي دي، چې دوى په سيمه كې د مخالفينو په لټه كې وو او زياته كړي يې ده چې دوى به هم پېښه وڅيړي.
XS
SM
MD
LG