د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

هلمند کې د وژل شوو پولیسو پر کورنیو خوارکي مواد وویشل شول


دهلمند د امينه قوماندانۍ له لوري د څه باندې ۵۰۰ وژل سوو پوليسو له کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه. دغه مرستې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري هغو کورنیو ته ورکول کيږي، چې د تېرو څو کلونو راهېسي يې د کورنۍ غړي په پوليسو کې د لاسه ورکړي وي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد د کورنيو چارو د وزارت نه مننه وکړه او د پوليسو کورنيو ته يې ډاډ ورکړ او د مرستو ويش يې د دې ښکارندوى وباله، چې ګواکې وژل شوي پوليس يې نه دي هيرکړي.


د امينې قوماندانۍ په انګړ کې ډېرو کسانو د مرستي د ورکړي له امله خوښي ښودله د وژل شوو پوليسو د وارثينو په ډله کې ډېرې ښځې وې.

دوی د مرستې د ورکړې له امله خوشحاله وې، د کور د مشر تر وژل کېدو وروسته يې دعيال د ډوډۍ د برابرول ستونزمن وبلل او په دې برخه کې يې د کورنيو چارو د وزارت د پوره توجه غوښتنه کوله.

که څه هم افغان دولت هره هغه پوليس ته، چې د اصلاحاتو تر پروسي وتلى وي، تعليمي اوښوونيزې زده کړې يې کړي وې تر مرګ وروسته د هغه معاش او اعاشه ورکوي، خو په هلمند کې د يوشمېر وژل شوو پوليسو د کورنيو غړي وايي، ډېره موده کيږي، چې خپلې وسيقې يې جوړې کړي دي، خو لايې د خپل معاش پېسې نه دي ترلاسه کړي:

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي، د ډېرو وژل شوو پوليسو معاش او ټول امتيازات حواله شوي دي.

د ځينو تازه وژل شوو پوليسو د وسيقې د پوره بهير پروسه يا خو پاته ده او ياهم د ځينو پوليسو د وسيقي کار د شهيدانو او معلولينو د وزارت په مربوطه ادارو کې ټکنۍ دي، چې د څار له پاره به يې دوی خپل پوره وس وکړي.

د يادونې وړده، چې د روان سپوږميز کال د روژې په مياشت کې هم د وژل شوو پوليسو د کورنيو سره دې ته ورته د خوراکي توکو مرسته شوی وه، چې په خپل نوبت يې دا دوهم ځل دى.

خو ډيرى کسان د دې مرستو د دوام غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG