د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۶

د افغانستان د کرکټ ټیم کویټ ته هم ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملی ټیم په متحده عربي اماراتوکې د کرکټ په شل اورونو په مسابقو کې نن د کویټ ټیم ته هم ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان ملي لوبډلې مدیر حقداد نوري ازادي راډیو ته وويل چې د کويټ ټیم لومړى لوبه وکړه .

هغه زياته کړه چې کويټ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ١٧ اعشاريه يو اورونو کې ١١٥ منډې جوړې کړې .

دى وايي چې د کويټ د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د افغانستان لوبډلې يوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو، په ١٦ اعشاريه ٣ اورونه کې ١١٦ منډې جوړې او دغه راز يې لوبه وګټله .

افغانستان له دې مخکې سعودي عربستان، هانګ کانګ، سنګارپور، متحده عربي اماراتو او چين ته هم ماتې ورکړې وه.

په دغو سياليوکې، چې د اسيا ١٢ هېوادونه برخه لري، د ليندۍ په لومړۍ نېټه په دوبۍ ښار کې پيل شوې دي.
XS
SM
MD
LG