د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۹

د پاکستان پر لشکر طيبه تورونه لګېدلي


د پاکستاني طالبانو وياند له خپلو وسلوالو ملګرو سره
د پاکستاني طالبانو وياند له خپلو وسلوالو ملګرو سره
په پاکستان کی میشتی د لشکر طیبه ډلی چی د هند پرممبیی ښار د حملی تورپری لګیدلی نن له دی ډلی سره د هغو دوو تنو له لاس لرلو انکاروکړچی دامریکا په شیکاګو کی د تروریزم په تور نیول شوی دی.

یوی ډنمارکی ورځپاڼی راپور ورکړ چی ډیویډ هیډلی او طحور حسین رانا تیره میاشت ونیول شول او پری تور پوری شوی چی د حملی پلان یی درلود.

د محکمی له خواد دغو تورنو کسانو پرضد دلګول شویو تورونو په دوسیه کی ویل شوی چی دوی دحملی پلان له لشکرطیبه او یوه بل سخت دریځی الیاس کشمیری سره جوړ کړی وو.

هندی چارواکی هم په دی اړه چی ایا دغو دوو تورنو د ممبیی په حملی کی لاس لاره که نه؟ ، څیړنه پیل کړیده.

د لشکر طیبه ډلی ویلی چی له هغو سخت دریځو سره هیڅ ډول اړیکی نه پالی چی په نړیواله سطحه فعالیت کوی.


که څه هم د ممبیی له حملی وروسته د دی ډلی پرفعالیت په پاکستان کی بندیز لګیدلی او څو تنه غړی یی د دی حملی په ارتباط محاکمه شوی، خو ددی ویره نه ده له مینځه تللی چی دا ډله به د ممبیی د حمله په څیر پر هند بله حمله ونکړی.

په پاکستان کی میشته سخت دریځه ډله چی چی یوکال مخکی یی دهند پرممبیی ښار حمله وکړه، تراوسه د هند د نه پخلاکیدونکی دښمن په توګه پاتی ده اود پاکستان د هڅو سره سره چی پردی ډلی د دکنټرول لګولو لپاره یی کړی، ممکن یوواربیا پر هند حمله وکړی.

دلشکر طیبه ډله چی په ۱۹۸۰ لسیزه کی د پخوانی شوروی اتحاد د اشغال په وړاندی د اسلامی تنظیمونو او ډلو په خوا کی راوټوکیده، د ۱۹۹۰لسیزی په پیل کی یی د هند ترکنټرول لاندی کشمیر کی د هندی ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه.

په داسی حال کی په وروستیو کی له لشکر طیبه سره داړیکو په تور دامریکا په شیکاګو او ایټالیا کی مشکوک کسان نیول شوی او له شواهدو داسی بریښی چی دی شبکی نړی ته هم خپل فعالیت غزولی خود دی ډلی لومړیتوب هند دی. دا ټکی هغو کسانو څرګند کړی چی له دی ډلی سره اشنایی لری.

د لشکر طیبه د ډلی یوه پخوانی غړی رویترز ته وویل چی دی نه پوهیږی چی دا ډله به لکه د ممبیی د حملی په څیر پرهند بله حمله وکړی او که نه؟ خودی ډاډمن دی چی ترهغوپوری د کشمیر لانجه هواره شوی نه وی، هند به دارامی ساه ونه باسی.

د لشکر طیبه د ډلی دی پخوانی غړی چی تراوسه له اسلامی ډلو سره فعالیت لری، د خپل نوم د نه ښودلو په شرایطو دی اژانس ته وویل چی د دی ډلی هدف دکشمیر ازادول دی او دا یی د کارلومړیتوب دی اوزیاتوی د دی ډلی غړی هره ورځ د لمانځه له اداکولو وروسته د کشمیر دازادی لپاره دوعاکوی.

هند اوپاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسی چی دواړه هیوادونو خپلواکی ترلاسه کړه، په خپلو مینځو کی دری ځلی جګړی کړی چی دوه یی د کشمیر پرسروی. کشمیر چی په دوو برخو ویشل شوی د هند ترکنټرول لاندی برخه باندی یی چی اکثریت اوسیدونکی یی مسلمانان دی، هند او پاکستان دواړه د ملکیت ادعاکوی.

پاکستان له ۱۹۸۹ کال راهیسی دلشکرطیبه په ګډون هغو سخت دریځو ډلو ته روزنه ورکړی چی د هند ترواک لاندی کشمیر کی دهندی ځواکونو په وړاندی جګړو کی برخه اخیستی.

هند پرممبیی ښار له حملی وروسته چی ۱۶۶ تنه پکی ووژل شول، له پاکستان سره د سولی خبری قطع کړی اوپر پاکستان یی فشارراوست چی د لشکر طیبه ډلی ټول تاسیسات او د روزنی کمپونه دی له مینځه یوسی.

رویترز لیکی که پرهند بله حمله وشی نودهند او پاکستان اړیکی به له دی نوری هم کړکیچنی شی او دا داوړه اټومی وسلی لرونکی هیوادونه به یوځل بیا د جګړی اور ته نژدی او دغه راز به دافغانستان دامن کولو لپاره د امریکا هلی ځلی هم زیانمنی کړی.

پاکستانی چارواکو د ممبیی د پیښی په تړاو د لشکر طیبه اوه تنه غړی محاکمه کړی خو د دی ډلی موسس حافظ محمد سعید چی هند یی دممبیی د حملو اصلی طراح بولی دلږ وخت لپاره په خپل کور کی نظربند شوی دی.

چارواکو دغه راز د دی ډلی د بشری مرستو د څانګی جمعیت ودعوا دفترونه تړلی او ددی شبکی ټولی پروژی یی ترخپل کنټرول لاندی راوستی دی.
دلکشر طیبه ډلی پرفعالیت په پاکستان کی رسمی بندیزلګیدلی خو کارپوهان وایی چی په غیر رسمی ډول ددی ډلی فعالیت د زغم وړ دی ځکه ګومان کیږی چی دا به د سخت دریځویواځینی ډله وایی چی دپاکستان دننه په حملو کی لاس نه لری.

له هند سره دیوی احتمالی جګړی په صورت کی د پاکستان د ننه د لشکر طیبی کادرونو ته د ملکی دفاعی ځواک او ددی ډلی موسس سعید ته دسخت دریځو دنوی نسل د یوه معتدل یا منځلاری مشر په سترګه کتل کیږی.
XS
SM
MD
LG