د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

د کابل بېځايه شوي كډوال وايي سړې هوا يې پنځه ماشومان مړه کړي


دغه کډوال د کابل په سړې هوا کې شپې سبا کوي
دغه کډوال د کابل په سړې هوا کې شپې سبا کوي
د افغانستان د جنوبي ولايتونو هلمنداو كندهار سلګونه بې ځايه شوي كډوال، چې د كابل په لويديځ برخه د افشار په كمپ كې د خېمو او كوچنيو دېوالو په منځ كې ژوند كوي، وايي، چې په تېرو څو ورځو كې يې ۵ كوچنيان د يخ او د اوسېدو د ناسم ځاى له امله مړه شوي دي.

دغه كډوال وايي، چې دولت او مرسته كوونكي ادارې د دوى خوراك، د اوسېدو ځاى او روغتيا ته پاملرنه نه كوي.

دغه بې ځايه شوي كورنۍ له دولت او مرسته كونكو اداروغواړي، چې ورسره مرسته وكړي او ستونزو ته يې د حل لاري پيدا كړي.

د دغه كمپ دوو تنو اوسېدونكو د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل:
افغان ماشومان د سړې هوا له امله ریږدي


"زموږ سره هیڅ کومک نه دی شوی، پنځه تنه کوچنیان مود سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی."

د افغانستان د جنوبي كندهار، هلمند او ځينو نورو ولايتونو ډېر شمېر اوسېدونكي د ورستيو جګړو او ناخوالو له امله كابل ته راغلي.

دغه كډوال وايي، چې د دوى په سيمو كې جګړه او نا امني ده او دوى نه شي كولاى، چې خپلو سيمو ته ولاړ شي، خو دلته ورته دولت پاملرنه نه كوي.

خو د افغانستان د بې ځايه شوو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، چې دوى د ټولو بې ځايه شوو كورنيو سره مرسته كړې او نورې مرسته كوونكي ادارې يې هم هڅولي، چې له بې ځايه شو او راستنېدونكو سره لازمه مرسته وكړي.

د بې ځايه شوو او راستنېدونكو چارو وزرات مرستيال محمد عمر عيار له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې د افشار كمپ د اوسېدونكو دا خبري رد كړ، چې كوچنيان يې د يخ له امله وژل شوي:

"موږ په پیل کې دوی ته وویل، چې دوی باید هلمند بېرته ستانه شي، بل دوی، چې دا خبره کوي چې زموږ کوچنیان مړه شوی دا رښتیا نه دي."

په افغانستان كي د څه باندې دوو لسيزو جګړو، نا امنيو، بې وزلۍ او نورو ټولنيزو ستونزو له امله افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي.


افغان مهاجر او بې ځايه شوي وايي، چې د څو كلونو راهيسي له خپلو ستونزو څخه ډېر زوريږي او په دې هېواد كې د مهاجرو او بې ځايه شوو د چارو ادارې، افغان دولت او د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره په دې نه دي توانېدلي، چې ستونزو ته يې د حل لارې پيدا كړي.

افغان دولت او نورې مرسته كوونكي ادارې وايي، چي دوى د مهاجرينو او بې ځايه شوو د ستونزو د حل لپاره ډيري هڅي كوي.

معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG