د افغانستان د عدليې وزير سرور دانش د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې تر راتلونكې يوې اونۍ پورې به د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د قانون په مصوده كار پيل او د وزيرانو د شورا او ولسمشر له خوا به تصويب شي:
"دا چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د وزيرانو او د سترې محكمې د غړيو محاكمه بايد په يوې ځانګړې محكمه كې وشي، په دې اړه قانون نه شته نو ځكه مونږ ډېر ژر د دغه قانون مصوده جوړوو، چې د وزيرانو شورا او ولسمشر له خوا به تصويب شي."
ښاغلي دانش دغه شان وويل، چې په دولتي ادارو كې دې د اداري فساد د مخنيوي لپاره د وړتيا ترڅنګ د كاركوونكو د ګمارلو سپيڅلتيا ته هم پاملرنه وشي.
په دغه كنفرانس كې د افغانستان د كورنيو چارو او مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزيرانو، د افغانستان د ملي امنيت او سترې محكمې ريسانو، لوى څارنوال او په افغانستان كې د امريكا د متحده ايلاتو او بريتانيا سفيرانو هم ګډون كړى و.
د افغانستان د كورنيو چارو وزير، محمد حنيف اتمر وويل، چې په افغانستان كې د اداري فساد مخنيوي او نورو جرمنو سره د مبارزې په خاطر د لويو جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره جوړه شوې ده، چې هيڅ يو لوړ رتبه ملكي او پوځي په فساد ككړ د دولت كاركونكې به ترې پټ پاتې نه شي:
"د دغې ادارې له جوړولو څخه هدف دا دى، چې د افغانستان هيڅ يو لوړ رتبه ملكي او پوځي كاركونكى، چې په فساد ككړ وي له دغې ادارې څخه به پټ پاتې نه شي.
دغه اداره په تول قوت سره اته مياشتې مخكې جوړه شوه او نن يې د شتون اعلا ن كوو."
ښاغلي اتمر وويل، چې دغه اداره د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت او د ملي امنيت د رياست د فكر زېږنده ده او د هېڅ يو بهرني هېواد له خوا پر دوى نه ده منل شوې.
خو د ښاغلي اتمر په وينا دغه اداره د امريكا، بريتانيا او انټرپول د پوليسو او دغه شان د افغانستان د لوى څارنوالۍ او سترې محكمې پوره ملاتړ څخه برخمنه ده.
دغه شان د افغانستان د ملي امنيت ریيس امرالله صالح هم د دغې ادارې په اړه وويل، چې لا تر اوسه دغې ادرې د مفسدو كسانو په اړه يو شمېر ثبوتونه او اسناد د افغانستان لويې څانوالۍ ته سپارلي.
لوى څارنوال محمد اسحق الكو او د سترې محكمې ريیس عبدالسلام عظيمي هم د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې په برخه كې خپلې ژمنې تازه كړې او په دې برخه كې د ښې همكارۍ هيله وښوده.
په افغانستان كې د امريكا د متحده ايلاتو سفير كارل ايكن بيري هم وويل، چې په افغانستان كې د د اداري فساد په وړاندې مبارزې زور اخيستې او د ده په وينا دا اوس هم د افغان دولت څو كسه لوړ رتبه كاركونكي تر څيړنو لاندې دي، خو ښاغلي بيري يې د نوم له اخيستلو ډډه وكړه.
"افغانانو ته بايد ډاډ وركړل شي، چې نور نو په واك كې كسان له خپلو څوکیو څخه ناوړه ګټه نه شي كولاى چې ځانونه د مال، دولت كورنو او موټرونو خاوندان كړي، ډېر د خواشينۍ ځاى دى، چې دغه چارواكي خلكو ته د خدمت په بهانه دوى ته دوكه وركوي، د ساري په ډول كيداى شي د شيرپور كورنو ياد كړو."
په افغانستان كې د بريتانيا سفير مارك سډويل هم هيله وښوده، چې په افغانستان كې د ادارې فساد په وړاندې مبارزه به لا جدي بڼه خپله كړي او زياته يې كړه هيله من دى، چې ولسمشر كرزى د خپلې لوړې په مراسمو كې هم په هغه څه، چې د دوهمې دورې د ولسمشرۍ په لومړي كنفرانس كې يې پرې تينګار كوو تاكيد وكړي.
په افغانستان كې له كلونو، كلونو را په دې خوا اداري فساد روان دى، چې كله نا كله یې د نړيوالې ټولنې عكسل عملونه هم راوپارولي دي.
خو د افغانستان د ولسمشر په توګه د حامد كرزي د بيا ځلي انتخابيدلو ورسته نړيوالې ټولنې په تېره بيا امريكا او پريتانيا دا موضوع جدي ونيوله او له افغان ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې تر شپږو مياشتو پورې له افغانستان نه د اداري فساد لمن راټوله كړي او كه نو امريكا به خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي.
په داسې حال كې، چې د امريكا د متحده ايلاتو له دغه دريځ څخه ورسته په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې مبارزې زور اخستى، خو د چارو كاروپوهان وايي ګرانه ده، چې افغان دولت ترشپږو مياشتو پورې دغه ستونزه هواره كړي.

لوی څارنوال، محمد اسحق الکو، د کورنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د عدلیې وزیر سرور دانش، په کابل کې بریتانیا سفیر مارک سډویل او په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیری.