د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۷

ټول افغانستان کې د ښوونکو د ارزونې پروګرام پیل شو


د پوهنې وزیر، ډاکټر فاروق وردک وايي، په ټول افغانستان کې یو لک او اویا زره ښوونکي دي.
د پوهنې وزیر، ډاکټر فاروق وردک وايي، په ټول افغانستان کې یو لک او اویا زره ښوونکي دي.

د ښونكو د ارزونې او د پوهې د لوړولو پروګرام د يكشنبې په ورځ په ټول افغانستان كې پيل شو. د پوهنې وزير په يوې خبري غونډه كې وويل ټاكل شوې، چې دا پروګرام په دوه څلوېښت زرو ښوونكو عملي شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د افغانو ښونكو د مهارتونو د ارزونې د پروګرام هدف، د ښونكو د ژوندانه ښه كول او د پوهنې د كيفيت لوړول دي.

د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق ودرك په كابل كې د دې پروګرام د پرانيستلو پر مهال وويل، ټاكل شوې، چې په دې پروګرام كې د څوارلسم پاس او له هغه څخه د پورته ټولګيو فارغان وارزول شي.

ښاغلي وردك وويل، هغه كسان، چې له ارزونې څخه بريالي راووځي، تنخوا ګانې به يې پورته شي، خو هغه كسان، چې بيا له دې ارزونې پاتې كيږي هغو ته هم ځانګړې پروګرام په پام كې نيول شوی.

"هغه كسان، چې كمزوري دي او ستونزې لري هغو ته په سږني ژمي كې نور پروګرامونه لرو او له درېوو مياشتو وروسته په بيا ارزونه وشي او په همدې توګه هيله مند يو، چې د ښونكو د مسلكي او عمومي پوهې كچه لوړه شي.

د څوارلسم پاسانو څخه پورته علمي درجې لرونكي به سږكال او له هغې څخه ټيټ به يې راتلونكې كال په دې پروګرام كې شامل شي."

د پوهنې د وزير په وينا په دې ارزونه كې د يوڅوارلسم پاس ښونكي لپاره لږ ترلږه شپږنيم زره افغانې او له هغه څخه پورته د دوكتورا تردرجې پورې تر يوشت زرو افغانيو پورې تنخوا په پام كې نيول شوې.

خو د كابل ښار يو شمېر ښونكي وايي دغه تنخواګانې بايد د علمي درجو پراساس ډېر توپير ونه لري.

د كابل دوو ښونكو له ازادي راډيو سره په خبرو كې وويل د تنخوا ګانو دغه وېش د دوی په نظر عادلانه نه دی.

"زه له دې پروسې نا خوښ یم، دا پروسه په رښتیا هم د ښوونکو د پوهې د سطحې د لوړولو لپاره او د هغو ښوونکو، چې تعلیم نه لري او یا کم تعلیم لري، د هغوي د موندلو لپاره ښه پروسه ده.

خو یوازې خبره دا ده، چې د دکتورانو، ۱۴ پاسو او ۱۲ پاسو په تنخوا کې ډېر زیات توپیر دی، ځکه په یو ټولګي، یو ډاکټر هم درس ورکوي او یو ۱۲م پاس یې هم ،او د دې امکان هم شته چې یو ۱۲م پاس له ډاکټر نه ښه درس ورکړي، تجربه به یې هم زیاته وی او کوښښ به هم زیاد کوي.

باید د دوی د تنخواوو تر منځ له پنځه سوو نه تر ۱۰۰ افغانیو پورې تفاوت ولري نه دومره زیات.

زما نوم محمد انور دی. د معاشونو تفاوت باید کم واوسي، ترڅو چې معاشونه متناسب نه وي، عدالت نه تامینیږي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت په ټول افغانستان كې يولك او اويا زره ښونكي دي.

دوی وايي، هغه ښونكي، چې د تدريس په برخه كې دوكتورا لري بايد د كم تجربې لرونكي ښونكي څخه پورته تنخوا واخلي.

د ښونكو د پوهې د سطحې د لوړولو لپاره دا پروګرام په داسې حال كې پيليږي، چې ويل كيږي نن سبا په اكثرو ښونځيو كې د تدريس د كيفيت كچه ډېره ټيټه شوې ده.

خو ښونكي بيا د دې مسلي لامل د دوی خراب اقتصادي حالت او د ښونكو ژوندانه ته د حكومت لږه پاملرنه ښيي.
XS
SM
MD
LG