ورځپاڼه د دې مطلب په پیل کې لیکي، په تېر اکتوبر میاشت کې ۵۹ امریکايي سرتېري یوازې په دې خاطر مړه شول چې په افغانستان کې د هغه فاسد انتخاباتي بهیر ملاتړ وکړي چې حامدکرزی يې د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه قدرت ته ورساوه.
لاس انجلس ټایمز زیاتوي، د جولای له میاشتې راهیسې چې د اسد د ۲۹مې د انتخاباتو لپاره تیارۍ پیل شوې، ترنن ورځې په افغانستان کې ټول ۱۹۵ امریکايي سرتېري مړه او له زرو زیات ټپیان شوي دي. دورځپاڼې په وینا افغانستان ته د ۱۷ زره اضافي عسکرو دلېږلو عمده علت د انتخاباتو امنیت و، چې د اکثرو څارونکو په نظر نتیجه يې ولسمشرحامدکرزي غلا کړه.
ورځپاڼه پوښتنه کوي، آیا د سپینې ماڼۍ چارواکو کله هم دا پوښتنه له ځانه کړې چې دا، یو بې ګټې او د اخلاقو ضد کار و، دا چې د جګړه مارو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د CIA د اجنټانو په ګډون له هغه رژیم سره د مرستې لپاره د سرتېرو استول د توجیه وړ عمل نه دی، چې خلک ترې بېزاره دي، او دا چې پر تېرو تېروتنو د اعتراف پر ځای ولسمشراوباما او د ده سلاکاران حالت نور هم پېچلی کوي.
د لاس انجلس تایمز د مطلب لیکوال زیاتوي، زه په دې کې شک لرم چې له کرزي څخه د امریکا د نارضایتۍ علت به د ده بې کفایتي او فساد وي. د ورځپاڼې په وینا، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد تقریباً د مخدره موادو د عوایدو پر بنیاد ولاړ دی، ولې به دا حکومت له یوه مافیايي ادارې سره نه مقایسه کېږي.
ورځپاڼه د دې برخې په دوام لیکي، هغه څه چې پنټاګون یې نورهم اندېښمن کړی دا دی چې کرزی ښايي وغواړي د عامو افغانانو د نظریاتو په پام کې ساتلو سره مخکې له دې چې واشنګټن د جګړې بهیر بدل کړي، له طالبانو سره خبرې وکړي.
د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼه په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکي، افغانستان باید د فساد په برخه کې خپل مسوولیت ومني او پړه پر نورو وانه چوي.
ورځپاڼه زیاتوي، روانه بې امنیتي، د وسله والو فعالیتونو زیاتېدل او د نړیوالې ټولنې زړه نازړه دریځ د دې باعث شوي چې جګړه ځپلي افغانان یوازې د دم ګړۍ په فکر کې وي. دوی حکومتي ادارو ته د غیرقانوني عوایدو او د راتلونکو ستونزو د مخنيوي لپاره د بیمې په سترګه ګوري او همدا وضعیت د فساد، غیرقانوني معاملو، چل ولاو د مافیايي کړیو د پراخېدو عامل دی.
ورځپاڼه زیاتوي، افغان چارواکي باید دا ناندرۍ چې ورته ووايې، ته فاسد یې درته وايي، هو زه فاسد یم خو ته هم فاسد یې ختمې کړي او باید هم افغان حکومت او هم نړیواله ټولنه په خپلو کې اخلاقي تعهد پیاوړی کړي.
ټایمزوړاندې لیکي، افغان حکومت باید دا خبر یقیني کړي چې دولتي مقامونه د هغو افرادو لپاره نه دي چې په خلکو کې په فساد مشهور دي، او په خاص ډول باید سل تر ټولو فاسد کسان تشخصیص او له کاره ګوښه کړي. او نړیواله ټولنه باید د غلطو او فاسدو قراردادونو په برخه کې د اندېښنو ستونزه حل کړي. د ټایمز په وینا په دې برخه کې یو ډېرښه پیل د بګرام د هوايي اډې او د ولایتي بیارغونې د ډلو د چارو غور او څېړنه کېداي شي.
ټایمز په پای کې لیکي، افغانان غواړي پوه شي چې د دې قراردادونو ګټه چاته او څنګه رسېږي.