د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

د مشرانو جرګې او د مهاجرینو د وزارت یو پلاوی پاکستان ته ځي


د مشرانوجرګې، د چارشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو او د پاکستاني چارواکو سره دې د خبرو کولو لپاره یو افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ شي.

د مشرانو جرګې د نړېوالو اړيكو كميسيون، په پاكستان كې د پلې او درګۍ د كمپونو د استازېو د شكايتونو له اورېدو او د كډوالو د راستنولو د چارو د وزير له څرګندونو وروسته پريكړه وكړه، چې د دولت يو لوړ پوړي پلاوى دى د راتلونكي يكشنبې تر ورځې پورې پاكستان ته ولاړ او ددې كمپونو د كډوالو ستونزې دې له پاكستاني مقاماتو سره شريكې كړي.

د مشرانو جرګې د نړېوالو اړيكو د كميسيون ريس علم ايزديار وويل:


"يو ګډ پلاوى، چې د ملي شورا، د كډوالو راستنولواو بهرنيو چارو د وزارتونو او د يو، اين، ايچ، سي، ار، استازي په كې وي، بايد د ضرورت له مخې ډير ژر پاكستان ته واستول شي او له پاكستاني چارواكو سره د افغان كډوالو پر ټولو ستونزو خبرى وكړي، څو له افغان كډوالو سره مرستې وشي."

د مشرانو جرګې د نړېوالو اړيكو د كميسيون په غونډه كې، د پاكستان د پلي او درګۍ له كمپونو څخه د زرګونو افغان كډوالو استازېو هم ګډون كړى وو.

دوى ويل، په يادو شوېو كمپونو كې كابو درې زره كورنۍ پرتې دي.او پاكستاني پوځيانو د پلې لومړى او دوېم نمبر كمپ په زوره وران كړى او د درګۍ د كمپ افغان كډوالو ته يي درى اوونۍ وخت وركړى دى.

دوي غوښتل، چې د افغانستان دولت او د يو، اين، ايچ، سي، ار، دفتر دې، په روان ژمي كې د دوی د ستونزې حل ته يوه لاره ومومي.

د درګۍ د ځنګل پټې د كمپ استازي حاجى يار محمد وويل:

" موږ د درګۍ د ځنګل پټې په كمپ كې اوسيږو، له زرو څخه زياتې كورنۍ په كې دي او پاكستاني مقاماتي درې اوونۍ وخت راكړی دی، د پلى كمپ يي وران كړ هلته هم كابو يو زرو پنځه سوه كورنۍ پرتې وې.

اوس ژمی دى موږ سره هيڅ امكانات نشته، زموږ هيله ده، چې له پاكستاني مقاماتو سره خبرى وشي ،څو موږ ته د نورو اوسېدو اجازه راكړي. او كه نه دولت دى راسره مرسته وكړي، چې خپل هېواد ته راستانه شو."


په غونډه كې په دې هم بحث وشو،چې د افغانستان، پاكستان او د كډوالو په چاروكې د ملګرو ملتو، د درې اړخيزو مذاكراتو په پرېكړو كې راغلي، چې، له پاكستان څخه به افغان كډوالو په داوطلبانه او تدريجى توګه ايستل كيږي، نه په زور او نه په ډله اييزه توګه.

د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتراستازي نادر فرهاد وويل، سره له دې، چې د راتلونكي ميلادي كال د مارچ تر مياشتې پورې د افغان كډوالو د راستنيدو لړۍ ودرېدلى ده، خو بيا هم دوی كولاى شي، چې موقتي مرستې ورسره وكړي.

د افغانستان د كډوالود راستنولو چارو وزير كريم براهوي وويل، دوى به رامنځ ته شوي ستونزه، پرته له ځنډه دهېواد د اضطرار له كمېټې سره شريكه او مرستو ته به یې تدابير ونيسي. ده وويل:

"زموږ هڅه داده، چې د يو پلاوي له لارې، چې پاكستان ته يي ليږدو، پاكستاني چارواكي په دې قانع كړو، چې افغان كډوالو ته دې په خپله خاوره كې د اوسېدو نوره اجازه هم وركړي. او هغه كډوال، چې غواړي هېواد ته راشي، په ننګرهار كې به ورته د درې مياشتو لپاره، د يو، اين، ايچ، سي، ار، په مرسته د اوسيدو شرایط برابر كړو. او بيابه يې نورو ولايتونو ته ورسوو."


په غونډه كې دا هم وويل شول، د پاكستان حكومت تر ډيره حده دا هم منلې ده، چې په پاكستان كې دې د افغان كډوالو د قانوني پاتې كېدو موده تردوه زره دولسم كاله پورې اوږده شي.

غونډى د ملګرو ملتو له استازي څخه هم وغو ښتل، چې له پاكستاني چارواكو سره دا موضوع هم پخه كړي.

دا په داسې حال كې ده، هر كال د ژمي په موسم كې، هم په پاكستان اوهم په ايران كې افغان كډوال ګواښل كيږي، چې ژر تر ژره دى كډې په سر او د دوی خاوره دى پريږدي.

خو په وروستیو شپو ورځو كې له پاكستان څخه را رسيدلي خبرونه وايي، چې له افغان كډوالو سره د پوليسو له خوا ناوړه چلند كيږي، كارټونه يي څيري او په زندانونو كې اچول كيږي.

راپور :خان محمد سيند
XS
SM
MD
LG