د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان د برېښنا د شركت چارواكي، په پام كې لري، چې ډير ژر به له ازبكستان څخه د وارداتي برېښنا دوهم سركت، چې كابل ښار او د پروان ولايت د چاريكارو ښارته به زياته اندازه برېښنا وركړي فعاله كړي.
د افغانستان د برېښنا د شركت عملياتي ريس ګلاجان حيران د يكشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دوي د ژمي د را رسېدو له امله د برېښنا په برخه كې ځانګړي تدابير په پام كې نيولي دي:
"د ژمِِي له خوا نه زموږ تولید کم دی او غواړو دوهم سرکت د ازبکستان نه فعال کړو او دا کمښت پوره کړو."
د برېښنا د شركت عملياتي ريس وويل، په پام كې ده، چې په راتلونكي كې به وارداتي برېښنا ۳۰۰ ميګاواټو ته ورسيږي تر څو د خلكو اړتيا پوره كړي.
د برېښنا د شركت چارواكي وايي، چې اوس مهال د برېښنا له پلوه په سلو كې ۳۰ فيصده د كابل ښاريانو اړتيا پوره شي، چيې ډير ژر به دغه اندازه زياته شي.
همدارازد برېښنا د شركت چارواكو له عزيزي بانك او د ايران د پويش له شركت سره يو تړون هم لاسليك كړ،چې له مخې به يي په كابل كې د برېښنا د كتابچو پر ځای د بل وركولو سيستم فعاله شي.
د دغې شركت تجارتي ريس ميرويس عالمي وويل، چې د دغې سيستم په فعاله كېدو سره به افغانستان په دې برخه كې د سيمي له هېوادونو سره سيالي وكړي:
"كه د دې تړون ارزښت ۱۲ ميليونه افغانۍ دي نو زه ډاډه يم، چې د دې ۱۲ ميليونو تړون له مخې به مليونونه ډالره عواېد ولرو.
د تېرو حسابونو له امله، چې په سلګونه مليونه افغانۍ خلك او شركتونه او دولتي اداري له موږ څخه پوره وړي دي نو موږ به خپل پورونه هم تر لاسه كړو."
هغه وويل، چې تر يوې يا دوو راتلونكو مياشتو پورې به د برېښنا په برخه كې كمپيوټري سيستم هم فعاله شي او د برېښنا مصرفونكي به وكړاي شي، چې د ګرځنده ټيلفونو له لارې هم خپلې مصرف شوي پېسې د دولت حساب ته وليږي.
اوس مهال افغان دولت له ازبكستان او ايران څخه برېښنا واردوي، چې د كابل، بلخ او هرات په ولايتونو كې ترې كار اخيستل كيږي خو افغان كارپوهان په دې باور دي، چې بايد له كورنيو سرچينو د برېښنا د توليد لپاره كار واخيستل شي.