د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۲

ګارډین : له افغانستان څخه وتل د ستونزې حل نه دی


دلندن چاپ ګارډین ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې چې( له افغانستان څخه وتل ځواب نه دی) په یوه تحلیلي مقاله کې لیکي :د انګلستان د پارلمان غړي او د کارګر ګوند استازي کیم هاویلس غوښتنه کړې چې ټول بریتانوي ځواکونه باید په یو اړخیز ډول له افغانستان څخه ووخي.

خو د ګارډین ورځپاڼې تحلیلونکې مالکم ریفکنډ ددې پوښتنې په ځواب کې وايي :سره له دې چې د هاویلس نظر او استدلال د درک او احترام وړ دی خو د هغه په غوښتنه کې لویې خطاګانې موجودې دي.

ریفګنډ وايي د هاویلس دا استدلال چې له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو په وتلو سره به مالي منابع ذخیره شي چې کیدی شي له دې منابعو په انګلستان کې د تروریزم ضد مبارزه کې کار واخیستل شي ،په بشپړه توګه نا سم دی.

ریفکند وايي : د تروریزم پرضد د استخباراتي معلوماتو د برابرولو لپاره د بریتانې د حکومت لخوا د مالي منابعو د کمولو په اړه شواهد نه په سترګو کیږي بلکې په دې وروستیو کې لندن د تروریزم پرضد مبارزې لپاره مالي منابع زیات کړي دي.

د مقالې لیکونکی وايي : دې موضوع ته په نه پام سره چې د القاعده شبکه بیا پیاوړه شوې او په افغانستان کې پیښیدونکې تروریستي بریدونه په سلو کې اتیا په پاکستان کې پلانیږي مونږ نشو کولی خپل ځواکونه په یو اړخیز ډول له افغانستان څخه وباسو.

ریفګنډ وړاندې وايي :له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو ویستل به د لندن او سپینې ماڼۍ په خاصه توګه له ولسمشر اوباما سره د انګلستان اړیکو ته ضربه وي بلکې د لندن بهرني سیاست ته به چې له ۱۹۴۵میلادي کال راهیسې په همدې شکل دوام لري هم زیانمن او په نړی کې به د انګلستان اعتبار ته ضرر ورسوي.

د ګارډین ورځپاڼې دغه تحلیلونکې زیاتوي: له افغانستان څخه له وخت نه مخکې د بریتانې او ناټو ځواکونو وتل به نه یوازې دا چې افغان دولت له سقوط سره مخامخ کړي بلکې په پاکستان کې به د تروریزم او سخت دریځۍ پر ضد مبارزه هم د ماتې له خطر سره مواجه کړي.

مالکم ریفکنډ د خپلې مقالې په پای کې وايي :دې ته اړتیا ده چې په افغانستان او سیمه کې باید د تروریزم پر ضد مبارزه پیاوړې اوهم اهنګه شي او ددې مبارزې هدفونه ځانګړي شي.

نوموړې وايي له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو ویستل د حل لار نه ده بلکه په راتلونکو دریو کلونو کې باید افغان ځواکونه داسې تجهیز او وروزل شي چې په خپله د خپل هیواد د امنیت ساتنې جوګه شي.
XS
SM
MD
LG