د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۱

د بېړني حالت لپاره د ۶۰ میلونو ډالرو غوښتنه وشوه


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فیض الله کاکړ
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فیض الله کاکړ
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په هېواد كې د خوګانو د انفلونزا د مخنيوي او كنټرول لپاره كابو يوسلو پنځه ويشت ميليونه امريكايي ډالرو ته اړتيا شته.

د دې وزارت مرستيال ډاكټر فيض الله كاكړ د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې په عمومي غونډه كې څرګنده كړه، چې په افغانستان كې د سركوزي يا خوګانو د انفلونزا خطرناكه ناروغۍ د خپرېدو په حال كې ده او بايد، چې د مخنيوي لپاره يې چټكې هلې ځلې وشي.

ډاكټر كاكړ څرګنده كړه، چې دوى د دې ساري او وژونكې ناروغۍ د كنټرول او مخنيوي لپاره په اضطراري ډول شپيته ميليونه ډالروته ضرورت:

"که اوس دغه امکانات ونه لرو او دوا نه وي، کیدای شي دغه ناروغۍ ډېر ژر خوره شي، نو له حکومت او ډونرانو څخه مو دا هیله ده، چې ژر دې دغه روپۍ زموږ په اختیار کې راکړي.

موږ سم پلان لرو، خو د دغه پلان د عملي کولو لپاره دغو پیسو ته اړتیا لرو."

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د خوګانو د انفلونزا نښې نښانې په هېواد كې د تېرې جوزا يا غبرګولې په مياشت كې وليدل شوې او تراوسه د ۲۷۱ تنو بهرنيانو په ګډون درې سوه دوه ويشت تنه پرې اخته شوي او دوه تنه افغانان يې وژلي هم دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال څرګنده كړه، چې ښايي په افغانستان كې په دې وژونكې ناروغۍ ترهغې شمېرې زيات كسان اخته وي، چې دوى تشخيص كړي خو ده وويل، چې د افغانستان په ۱۷۱ سيمو كې كابو دوه زره ډاكټران روزل شوي ترڅو د دې ناروغۍ په تشخيص او تداوي كې كار وكړي.

په عين حال كې د ولسې جرګې يو شمېرغړي وايي، چې د عامې روغتيا وزارت بايد د دې ناروغۍ د مخنيوي او وقايع په برخه كې ډېره هڅه وكړي، د دې جرګې غړى ګل پاچاه مجيدي هم ورته نظرلري:

"د وقایې لپاره تاسو څه کړي؟ کوم تدابیر چې تاسو وښودل دا ټول د تداوۍ په اړه دي، ترکومه ځایه، چې زه معلومات لرم، تاسو اویازره واکسینونه لرئ ولې دا واکسینونه نه تطبیقیږي؟

د هغو تدابیر په ځای، چې تاسو ښوونځي او پوهنتونونو ته رخصت ورکړي باید دهغه واکسینونه چې یو کال دوام کوي تطبیق شوی وای."

خو د عامې روغتيا وزارت مرستيال فيض الله كاكړ وويل، دوى هم هڅه كوي، چې د رسنيو، قومي مشرانو، د جوماتونو د ملاامامانو او ځينو نورو كسانو په مرسته د افغانستان په ټولو برخو كې د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات عملي كړي ترڅو خلك په خپله له دې خطرناكې ناروغۍ څخه ځانونه وساتې.

د خوګانو يا سركوزي انفلونزا يوه خطرناكه او وژونكې ناروغۍ ده، چې تېر كال د امريكا په مكسيكو كې پيدا او تراوسه يې په نړۍ كې پنځه زره كسان وژلي دي.

د دې ناروغۍ له امله په افغانستان كې هم اضطراري حالت اعلان شوى او د عامې روغتيا د وزارت چارواكي وايي، چې د روغتيا نړيوال سازمان له دوى سره ژمنه كړې، چې تر دوو اونيو پورې به د دې ناروغۍ كابو يو ميليون واكسين دې وزارت ته وركړي.
XS
SM
MD
LG