د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

جنرال ویلیم کاډویل باور لري چې اوباما به افغانستان ته نور سرتیري واستوي


د افغان ملي اردو او پولیسو د روزونکو نوی امریکايي مشر وايي که متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې روانه اته کلنه جګړه وګتي نو باید د افغان امنیتي ځواکونو روزنه پراخه او ګړندۍ کړي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ډګر جنرال ولیم کاډویل په حواله وايي هغه باوري دی چې ولسمشر باراک اوباما به په افغانستان کې د کامیابۍ لپاره دغه هیواد ته نور سرتیري واستوي.

نوموړي چې تیره چهارشنبې د امریکا سنا مجلس د افغان امنیتي ځواکونو د روزونکو د مشر په توګه تائید کړ د جمعې په ورځ په کنساس ایالت کې وویل هغه باور لري چې اوباما به افغانستان ته د ۴۰زرو اضافي سرتیرو د استولو په اړه د جنرال مککریسټل غوښتنه ومني او یو شمیر ځواکونه به افغانستان ته ولیږي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټینلي مک کریسټال د طالبانو پر ضد د جګړې د ګټلو لپآره د ۴۰ زرو نورو سرتیرو غوښتنه کړې ده.

جنرال کاډویل اسوشیټیډ پریس ته ویلي باید نور ځواکونه واستول شي او مونږ باید دا جګړه وګټو .

نوموړي ویلي فکر نه کوي چې د امریکا حکومت به د اضافي سرتیرو او منابعو د زیاتولو پرته له خپل پوځ وغواړي چې د افغانستان جنګ وګټي .

په همدې لړ کې ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ یو ځل بیا د افغانستان د ستراتیژۍ د ټاکلو په اړه له خپلو لوړ رتبه پوځی سلا کارانو سره خبرې او سلا مشورې وکړې.

خو ویل کیږي چې جمهور ریس اوباما لا هم د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه د پریکړې لپاره څوا ونۍ وخت ته اړتیا لري.

د افغان ځواکونو د روزونکو امریکايي مشر اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل ددې پروسې لپاره واشنګټن د راتلونکو دو کلونو کې شاوخوا ۲ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

ډګر جنرال کاډویل وړاندې ویلي په افغانستان کې د کامیابۍ لپاره دا هم ضروري ده چې امنیتي ادارې جوړې شي او افغان امنیتي ځواک غوره مشرتابه هم ولري خو د نوموړي په وینا دا ټول موضوعات د افغانستان د ولسمشرۍ ددویم پړاو د انتخاباتو نتیجو پورې تړلي پاتي دي.

هغه ویلي په افغانستان کې بیاد داسې یو حکومت موجود وي چې ددغه هیواد د خلکو په نظر قانوني بڼه ولري دویلیم کاډویل په وینا
امریکا او نړیوال باید د افغانستان پر خلکو خپل اصول ونه تپي .
XS
SM
MD
LG