د چهارشنبې په سهارد كابل په شهرنو كې د ملګروملتونو پر يو ميلمستون باندې د درېو وسلوالو طالبانو له لورې برید وشو چې په کې د ملګرو ملتونو نږدې ۱۵ کارکونکیو ته مرګ ژوبله واوښتله .
په دې سيمه كې د پوليسو او دغو وسلوالو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وكړ، چې بلاخره د ميلمستون ودانۍ د امنيتي ځواكونه لاس ته ورغله.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، چې غرمه مهال له خبريالانو سره د دې بریدونو په اړه خبرې كولې وويل، دا بریدونه نه يوازې پر ملګرو ملتونو بلكې پر هغو افغانانو شوې چې د ملګرو ملتونو مرستو ته اړتيا لري.
"دا ډول بریدونه هیڅ کله نه شي کولای د افغانستان په بیارغونه کې د پروګرامونو د پرمخ بیولو په برخه کې د ملګروملتونو د کارونو مخه ونیسي موږ د افغانستان په وړاندې همداسې ژمن پاتې کیږو."
کای ایډې د وژل شویو كسانو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو دومره يي وويل په افغانستان كې به د خپلو دفترونو پرامنيتي تدابيرو له سره غور وكړي.
په افغانستان كې تل د ملګرو ملتونو پورې د اړوندو ادارو كلكه ساتنه كيږي، خو دا لومړې ځل دی، چى وسلوال له سپكو او درندو وسلو سره په مستقیه توګه د دې ادارې يو مركز په نښه كوي.
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمری بشري وايي، د دوې پوليس وتوانيدل، چې په څو ساعتونو كې حالت كنټرول او برید كونكي ووژني، خو دې وايي، چې په پېښه كې د دوی دوه پوليسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
"په ډېر خواشینۍ سره باید ووایم، چې امنیتي ځواکونو هم یو څه تلفات درلودل کله، ټولټال د امنیتي ځواکونو څخه دوه کسه شهیدان شوي او درې کسه ټپیان دي))
عينې شاهدانو ويلي، چې په پېښه كې ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي، هم له پېښې څو ساعته وروسته د يو بيان په خپرولو سره د افغانستان پر مرسته كونكو باندې د دې بریدو له غندلو سره امنيتي ځواكونوته سپارښتنه وكړه، چې د بهرنيو دفتروونو او كاركونكو د خونديتوب لپاره دې تدابير جدي كړي.
په داسې حال كې، چې د كابل په دې څنډه كې امنيتي ځواكونه له وسلوالو سره نښتي وو، د كابل پر مركزي برخه هم درې توغندي ولګيدل.
دوه توغندي د كابل سيرنا پر ودانې لګيدلي، چې مرګ ژوبله يي نه درلوده او د يو توغندي د لګېدو ځاې لا تراوسه نه دې معلوم شوې، خو ویل کېږي، چې درېم توغندې د ارګ پرماڼۍ لګيدلی دی .
په كابل كې دا پېښې په داسې حال كې پيښيږي، چې امنيتي ځواكونه په ښار او يا ټول افغانستان كې د لړم د شپاړلسمۍ نېټې د انتخاباتو لپاره د جدي تدابيرو خبرې كوي.
راپور :حسيبه شهيد
