دا نښته نن سهار وروسته تر هغې په كابل ښار كې ونښته چې يو شمېر وسله وال مخالفين د پوليسو په يونيفورم كې دې ميلمستون ته ننوتل اوهغه يې ترخپلې ولكې لاندې راوست.
د كابل زون د جنايي تحقيقاتو رييس جنرال عبدالغفار سيدزاده د پېښې په ځاى كې خبريالانو ته وويل، چې په دې پېښه كې نژدې پنځلس تنه وژل شوي اوټپيان دي:
"په دې پېښه كې څلورتنه بهرنيان وژل شوي او دوه ټپيان دي خو دانه دي معلوم، چې كوم هېواد پورې مربوط دي، دغه راز اوه تنه بهرنيان د پېښې له سيمې څخه وژغورل شول.
درې تنه حمله كوونكي، چې د ځان وژونكوبریدونو واسكټونه يې درلودل او بهرنيان ښكاري هم ووژل شول، دوه تنه پوليس هم وژل شوي او دوه ټپيان دي دغه راز يوملكي كس هم وژل شوی دى."
په عين حال كې ځينو اژانسونوخبروركړى، چې په دې پيښه كې شپږ بهرنيان وژل شوي او نهه تنه نورټپيان دي.
دغه راز د كورنيوچارو وزارت وياند زمری بشري ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې پېښه كې اوه تنه بهرنيان ټپيان شوی دي.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر يوې وياندې نيلاب مبارزازادۍ راډيو ته دا تاييد كړه، چې په دې پېښه كې د دې سازمان درې تنه بهرني كار كوونكي وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.
خو دې څرګنده كړه، چې له دغو بریدو سره سره بيا هم د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام وركوي:
"ملګرو ملتونه د افغانستان لپاره ژمن دي چې مرسته وکړي او دا مرستې جاري وساتي."
عيني شاهدان اود سيمې اوسيدونكي وايي، چې دوى له سهاره د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې شاهدان وو.
په سيمه كې يوه عيني شاهد د پېښې په اړه ازادۍ راډيو ته داسې وويل:
"د تومانچې، ماشيندارو او درنو وسلوډزې اورېدل كېدې، ما داسې ګمان كاوه، چې مرمۍ ټولې زما په كورلګيږي، زما ماشومان ډير ډار شوي وو، ډير ډارونكى حالت وو."
د برید مسووليت وسلوالو طالبانو ومانه، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له پېښې سره سم ادعا وكړه، چې د دوى پنځه تنه وسله وال د بهرنيانو يوه ميلمستون ته ننوتي او يو شمېر بهرني كار كوونكي يې برمته كړي دي.
په يوه بله پېښه كې نن سهار درې توغندي د كابل ښار په مركزي سيمه كې ولګيدل،
په دوهمه امنيتي حوزه كې امنيتي مسوولينو وويل، چې دوه توغندي د سرينا په هوټل كې اوبل يې دارګ ماڼۍ ته نژدې لېګدلی دی.
په سيمه كې امنيتي مسوولينو څرګنده كړې، چې توغنديو تلفات نه درلودل خو د سرينا هوټل ودانۍ ته يې زيانونه اړولي دي.
په عين حال كې عيني شاهدانوازادۍ راډيو ته وويل، چې د توغندي د لګېدوله امله په سرينا هوټل كې يوكس ټپى شوي دى.
دغه راز ويل شوي، چې يو توغندى د ارګ د ماڼۍ په محوطه كې هم پرې وتى خو لا تر اوسه يې د تلفاتواو زيانونو په اړه دقيق معلومات نشته.
د كابل پر ښار وسلوال برید او د توغنديو بريدونه په داسې حال كې كيږي، چې امنيتي چارواكي وايي، د انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره يې امنيتي تدابير جدي كړي، خو د كابل اوسيدونكې دغه امنيتي تدابير كمزوري بولي اوغوښتنه كوي، چې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد په كابل ښار او ولايتونو كې هلې ځلې لا زياتې شي.

د کابل د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مشر سید عبدالغفار سیدزاده د پېښې په ځای کې خبریالانو ته معلومات ورکوي