د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۲

نن کابل د څو تروریستي بریدونو شاهد وو


په پېښه کې د ملګرو ملتونو يوولس کارکوونکي وژل شوي، يا هم ټپيان دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر يوه مېلمستون د وسلوالو په حمله کې د دې ادارې څلور کارکوونکي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.



په پېښه کې د ملګرو ملتونو يوولس کارکوونکي وژل شوي، يا هم ټپيان دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر يوه مېلمستون د وسلوالو په حمله کې د دې ادارې څلور کارکوونکي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

د حملې په بهير کې د وسلوالو او دولتي ځواکونو ترمنځ وسلواله نښته هم وشوه. پېښه د کابل پر وخت د سهار پر پنځو بجو او ٣٠ دقيقو په
شهرنو سيمه کې وشوه.

په کابل کې امنيتي چارواکو وويل درېيو وسلوالو غوښتل دغه مېلمستون ته دننه شي، لومړى ځينې بهرنيان يرغمل کړي، خو په سيمه کې د وسلوالو کسانو او حکومتي عسکرو ترمنځ نښته وشوه.

راپورونه وايي بريد کوونکو سپکې او درنې وسلې درلودې چې درې ساعته يې وسلواله نښته وکړه.

د پېښې په سيمه کې د پوليسو د مرکزي زون د تحقيقاتو رئيس جنرال سيد عبدالغفار سيدزاده له خبريالانو سره په لنډو خبرو وويل، په پېښه کې دوه افغان عسکر هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
امنیتي ځواکونه پر سیمه د کنترول د ترلاسه کولو په هڅه کې


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند تر دې مخکې رسنيو ته ويلي وو، چې د ملګرو ملتونو دغه مېلمستون ته درې ځان وژونکي دننه شوي او د پوليسو په نښته کې وژل شوي دي.

په دې پېښه کې يو ملکي کس هم د نورو تر څنګ ټپي شوى دى.

ولسمشر حامد کرزي هم پر پېښه خواشيني ښوولې او امنيتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې د نړيوالو ځواکونو په مرسته دې امنيتي وضعيت کنټرول کړي.

د ملګرو ملتونو د دفتر يوې وياندې نيلاب مبارز د دې دفتر د کارکوونکو پر وژل کېدو خپله خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل:
د یوناما ویاندې د ملګرو ملتونو د کارکونکیو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه .

”په دې پېښه کې د ملګرو ملتونو د دفتر شپږ کارکوونکي وژل شوي دي، ملګري ملتونه بۀ د افغانانو تر څنګ وي چې خدمت يې وکړي“

دا لومړى ځل دى چې د ملګرو ملتونو اړوند يوه دفتر باندې بريد کېږي او د دې دفتر بهرني کارکوونکي هدف ګرځي. وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى خو په دې پېښه کې يې د وژل شويو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي.

په عين حال کې په همدې ورځ د کابل پر مرکزي سيمه درې توغندي لګېدلي دي، د ازادۍ راډيو د خبريال د راپور پر اساس دوه توغندي د کابل سرينا هوټل پر انګړ لګېدلي چې ارګ ته نژدې موقعيت لري.

افغان چارواکي وايي دغه توغندي کوم تلفات نه لري خو دغه هوټل ته يې څه زيان اړولى دى.

خو ځينو عيني شاهدانو په سيمه کې وويل ځينې کسان په دې هوټل کې ټپيان دي.

ځينې راپورونه وايي چې درېيم توغندى پر ارګ لګېدلى، د کورنيو چارو وزارت ويلي دي په دې اړه به خپل معلومات بشپړوي چې دغه راکټ چېرې لګېدلى دى.
XS
SM
MD
LG