د دې خصوصي فابريكې په مرسته پنځوس زره كروندګر اقتصادي مرسته ترلاسه كوي، چې خپلې مېوې پر دې فابريكې پلوري او دغه فابريكه يې د پروسس شوې يا تازه مېوې په توګه نورو هېوادونو ته لېږي.
د كابل په صنعتي پارك كې دغه فابريكه د يوه ملي سوداګر مصطفى صادق له خوا جوړه شوې، دوه سوه كاركوونكي لري چې اويا تنه يې ښځې دي او د پنج شنبې په ورځ ګټه اخيستنې ته چمتو شوه.
د امريكا پرمختيايي ادارې يا USID يې مالي او ايټاليا يې تخنيكي مرسته كړې چې د انارو، زردالو انګورو او مڼو تر څنګ به نورې تازه مېوې نورو هېوادونو ته صادرې كړي.
د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي وويل دغه فابريكه به په راروان ميلادي كال كې له كروندګرو څخه پنځه ويشت زره ټُنه مېوه پروسس او پنځوس زره ټُنه تازه مېوه نورو هېوادونو ته صادره كړي.
ښاغلي رحيمي وويل په دې توګه به شا و خوا پنځوس زره افغان كروندګر او باغ لرونكي په مستقيم ډول د دې فابريكې په مرسته اقتصادي ګټه ترلاسه كوي:
”زموږ سره يوه احصاييه شته چې يوازې همدا فابريكه پنځوس زره كروندګرې كورنۍ تر پوښښ لاندې راولي چې د هغوى تازه مېوې رانيسي، دا فابريكه يوازې د هغې خاوند ته مالي ګټه نه رسوي، بلكې په زرګونو افغان كروندګرو ته يې هم ګټه رسېږي“
د دې فابريكې مسوولين وايي په تېرو درېيو مياشتو كې يې پنځوس زره ټُنه تازه مېوه رانيولې چې په نژدې ورځو كې به يې نورو هېوادونو ته صادره كړي.
د فابريكې مسوول مصطفى صادق وايي دا چې دوى له افغان كروندګرو او باغ لرونكو څخه تازه مېوې رانيسي، دا كار به يې له افغانو بزګرو كورنيو سره غټه مرسته وكړي.
د جوس جوړونې دغه ډول فابريكې تر دې مخكې په كندهار او هرات ولايتونو كې هم جوړې شوې، خو د فابريكو خاوندان او صنعتكار په زياتو مواردو كې ناامني او پر وارداتو وضعه شوې زياته ماليه د خپلو كارونو په وړاندې لوى خنډ ګڼي.
خو افغان چارواكي وايي تېر اته كلونه د افغانستان لپاره بېساري ول چې د اقتصاد او صنعت په برخه كې افغانستان زياتې لاسته راوړنې لري.