د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۷

د ناټو پوځي کمیټه: د افغانستان امنیتي حالت مخ پر ښه کېدو دی


د ناټو د پوځي كميټې پلاوی وايي، چې كه څه هم په افغانستان كې امنيتي ستونزې شته، خو بيا هم په عمومي صورت سره د دې هېواد وضعه مخ پر ښه كېدو ده.

د ناټو د پوځي پلاوي مشر وايي افغانستان کې ستونزې شته خو حالات د ښه کېدو خواته روان دي .
د ناټو د پوځي كميټې پلاوی د ا فغانستان له بېلابېلو سیمو څخه تر ليدنې وروسته په دې خبره ټنګار وكړ، چې كه څه هم په دې هېواد كې امنيتي ستونزې شته، خو په عمومي توګه وضعه د ښه كېدو پر لور روانه ده.

د دغه پلاوي مشر "اميرالبحر ګيام پاولا دي پاوله" د پنجشنبي په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډي په ترڅ كې د خپلي څيړنې په اړه وويل:

"حالات ستونزمن دي خو د دې هېواد په مختلفو برخو كې د پرمختګ نښې ليدل كيږي او دا هم حقيقت دی، چې په ځينو برخو كي امنيتي ستونزه شته.

امنيت په يواځې توګه نشي راتلای بلكه يوشمېر نور فكتورونه هم شته، چې بايد ورته پاملرنه وشي، ځكه خلك د امنيت ترڅنګ غوره خدمات او ښه حكومت داري هم غواړي."

دغه پلاوي د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعې د څيړلو په مقصد افغانستان ته راغلي وو، چې د افغانستان د يو شمېر سيمو د لېدو ترڅنګ يې د افغانستان د دفاع او كورنيو چارو له وزيرانو او د افغان دولت له يو شمېر نورو چارواكو سره خبرې كړي.

په دغې خبري غونډه كې د افغانستان د دفاع د وزارت د اپراسيون مشر ډګر جنرال شېر محمد كريمي له افغانستان څخه د ناټو د پوځي پلاوي ليدنه كتنه د افغاني او نړيوالو ځواكونو د لاغوره هماهنګي لپاره ډېر مهم وګڼل.

ښاغلي كريمي زياته کړه مخالفين د توقع خلاف د افغانستان شمالي ولايتونو ته خپاره شوي دي خو ډاډ يې وركړ، چې دوی يې د ځپلو توان لري.
جنرال شیر محمد کریمي ددې پلاوي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل مخالفینو اوس د شمال د ارامو سېمو د نا ارامه کولو هڅې پیل کړي دي


"په رښتيا هم چې دښمن د افغانستان په شمال كې ځيني ستونزي جوړي كړي دي، خو په شمال كې، چې كوم عمليات دوام لري دغو عملياتو په رښتيا هم چې دښمن ځپلي دي.

په شمال كي دښمن په دې حد كې نه دي چې افغان دولت او يا نړيوالې ټولنې ته دې ګواښ متوجه كړي، خو بيا هم د دغو مخالفينو پرضد به نور عمليات هم ترسره شي."

د ناټو د پوځي كميټي پلاوى په داسې حال كې له افغانستان څخه ليدنه كوي، چې د راپورونو له مخې د نا امنيو لمن د افغانستان له جنوب څخه شمال ته هم غزيدلې ده.

جمهور ریيس حامد كرزي په دې ورستيو كې په يوې خبري غونډه كې دا هم وويل، چې حتی په شمالي ولايتونو كې د هيلي كوپټرو پواسطه مخالفينو ته اكمالات رسيږي خو دا چې د دغه بهير تر شا د چا لاس دی په دې اړه يې څه ونه ويل.

له بلې خوا د افغانستان ولسي جرګې هم د هېواد له لوړ رتبه امنيتي چارواكو څخه غوښتي دي، چې بايد په راتلونكو دوو اونيو كې يوه امنيتي ګډه سټراتيژي چمتو كړي.
XS
SM
MD
LG