د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې نوي چاپ شوي كتابونه به د افغانستان په پلازمينه او ولايتونو كې د ټولو ښوونځيو په زده كوونكو وويشي.
د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ چې د چهارشنبې په ورځ يې د يو شمير نويو كتابونو د چاپ اړه په كابل كې يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل:
"۱۵،۳ میلونه ګڼې کتابونه، چې اول نه تر شپږم ټولګیو لپاره وو چاپ شول او په خیر راورسېدل او په دې اونۍ کې به د هغه توضیع شروع کیږي.
زه د پوهنې د وزیر په حیث د کتاب د کیفیت، د کاغذ او نور هغه معیارونه، چې موږ په نظر کې نیولي وو، د دې ضمانت کوم او د کتابونو د ساتنې او ښونځیو ته دانتقال مسوولیت هم په غاړه اخلم."
ښاغلي وردګ دغه شان په په يو شمېر كتابونو كې دا ستونزه، چې د زړه كوونكو د پوهاوي د سطحې نه لوړ ليكل شوي ومنله او ويې ويل، چې د اوسني نصاب تر بشپړېدلو ورسته به د راتلونكي كال لپاره بيا ځلي په دې مسالې غور كوي.
د افغانستان د پوهنې وزير يو شمېر نا امنو ولايتونو ته د كتابونو د رسولو په برخه كې هم ويې ويل، چې اوس د كتابونو د ليږد ټول مسووليت ترانسپورتي شركتونو په غاړه اخيستي دي:
"اته ولايتونو دي، لکه ارزګان، كندهار، هلمند، زابل، غزني، فراه، نيمروز او پكتيكا چې مونږ په تېرو كلونو كې د كتابونو د ليږد په برخه كې يې په اړه ستونزې لرلې.
په دغو اتو ولايتونو كې مونږ ستونزه لرله خو اوس ټول مسووليت ترانسپورتي شركتونو په غاړه اخيستى او انشاالله چې تر يو كاله پورې به ټول زده كوونكي د كتابونو خاوندان وي."
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي تر راتلونكوو دريو كلونو پورې به تر دولسمو ټولګيو پورې د افغانستان د ښوونځيو ټولو زده كوونكو ته كتابونه ورسيږي.
د دغه وزارت په وينا تېر كال او وړم كال هم ۶۱ مليونه كتابونه چاپ شوي وو او له اوسنيو چاپ شويو كتابونو برسيره ټاكل شوې چې د كال تر ورستيو پورې ۳۳،۳ مليونه نور كتابونه هم چاپ شي.
نن سبا په افغانستان كې د پوهنې په برخه كې يوه لويه ستونزه د زده كوونكو لپاره د كتابونو او مسلكي ښوونكو نه برابرول ګڼل كيږي.
د كارپوهانو په وينا په كار ده، چې د افغانستان د پوهنې وزارت دغو دواړو برخو ته د خپلو كارونو په لومړيتوبونو كې ځاى وركړي.