د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

نن امریکايي چارواکي د افغانستان په اړه خپلو کې غونډه کوي


ټاکل شوې چې اوباما به نن له خپلو مهمو سلاکارانو او امریکايي چارواکو سره د افغانستان پر مسله او په دې هېواد کې پر خپلې تګلارې خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې اوباما به نن له خپلو مهمو سلاکارانو او امریکايي چارواکو سره د افغانستان پر مسله او په دې هېواد کې پر خپلې تګلارې خبرې وکړي.

د امریکا د متحد ایالاتو سیاسي، پوځي او استخباراتي چارواکي له ولسمشر بارک اوباما سره نن په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما نن له خپلو مهمو سلاکارانو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي. په دې خبرو کې دوی د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي څېړي.

د امریکا ولسمشر د امریکا له مهمو پوځي چارواکو، سیاسي چارواکو او د ملي امنیت د برخې له مسوولانو غوښتې دي چې په سپینه ماڼۍ کې افغانستان ته د زرګونو نور عسکرو پر لیږلو سلامشوره وکړي.

د امریکا ولسمشر تر سخت فشار لاندې دی څو د افغانستان او پاکستان لپاره پر خپلې ستراتیژۍ بیا غور وکړي. دا فشارونه د امریکا دننه او بهر زیات شوي دي چې له اتو کلونو وروسته مو په افغانستان کې لاسته راوړنه څه ده.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټوځواکونو عمومي قوماندان بیا له ولسمشر اوباما څخه غواړي چې د ستونزو د هواري لپاره تر څلویښت زره نور عسکر افغانستان ته واستوي. مکک کرسټال له دې غوښتنې سره په یوه وخت خبرداری وکړی دی که دا کار ونه شي په یوه کال کې به د افغانستان په جګړې کې ماتې وخورو، خو د دغو ټولو فشارونو تر څنګ فرانس پریس اژانس د بارک اوباما د همکارانو په وینا څرګندوي چې دی به د افغانستان په برخه کې په څو نورو اونیو کې پریکړه ونه کړي. د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګېبس وویل، دا مساله به ښایي په يوې غونډې کې حل وفصل نه شي.

نن به په غونډه کې د امریکا له ولسمشر سره مرستیال ولسمشر جوبایډن، د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن، په افغانستان او پاکستان کې دامریکا ځانګړی استازی ریچرد هولبروک همداراز په کابل او اسلام اباد کې د امریکا سفیران د ملکي چارواکو له ډلې په دې غونډه کې ګډون وکړي، له پوځي چارواکو څخه د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس، لوی درستیز امیر البحر مایک مولن په افغانستان کې د امریکا او ناټوځواکونو عمومي قوماندان سټینلي مککرسټال او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ اعلی قوماندان ډیویډ پیټرویس برخه واخلي. د امنیتي چارواکو په ډله کې د امریکا د ملي استخباراتو مشر دینس بلیر او د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي ای اې مشر لیون پینټا به هم په غونډه کې ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG