د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

هارپر: له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې نه اوړي


هارپر وايي غوره داده چې د امنیتي چارو مسولیت خپله افغانانو ته وسپارل شي.
هارپر وايي غوره داده چې د امنیتي چارو مسولیت خپله افغانانو ته وسپارل شي.

د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وایي، کاناډا به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له تصمیمه وانه وړي. دکاناډا حکومت ویلي دي چې په ۲۰۱۱ کال کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ښاغلی هارپر دا څرګندونې د هغو راپورونو په عکس العمل کې وکړې چې وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کې د بهرنیو ځواکونو د پیاوړي کیدو غوښتنو زور اخیستی، ایا دا غوښتنې به له دې هیواده د کاناډایي ځواکونو د ایستلو پر پریکړې اغیز ونه کړی؟

د کاناډا صدراعظم پرون وویل داپریکړه په خپل حال ده او هیڅکله به هم بدله نشي.
هغه وویل د حل لاره بل ځای ده:

((دا ډیره مهمه ده چې موږ، ناټو او ملګري ملتونه د هراړخیزو پلانونوتیارۍ ولروڅو وکولای شودافغانستان د امنیتي چارو مسولیت په خپله افغانانو ته وسپارو.))

د کاناډا په زرګونو عسکر د افغانستان په جنوبي ناارامه ولایت کندهار کې چې دوسلوالو طالبانو فعالیتونه زیات دي، دیره دي.

تراوسه پورې ۱۳۱ کاناډایي عسکر په جګړو او نورو پیښو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې دافغانستان د ترټولو ناارامه ولایتونویوشمیر امنیتي مسولین وایي چې دې هیواد ته د بهرنیو نورو عسکرو استول کوم درد نه دوا کوي بلکې ورسره سم په خلکو کې د اشغال مفکوره پیاړي کوي.

دوی وایی غوره لار داده چې د افغان امنیتي ځواکونو پرروزنې او د هغو د شمیر پر زیاتولو ډیر تمرکز وشي.

د اسوشیتید پريس خبري اژانس د پکتیا ولایت د امنیي قوماندان جنرال عزیزالله وردګ له قوله وایي ، دا ډیره مشکله ده چې سیمه اییز خلک داومني چی بهرني ځواکونه دی هیوا ته ددوی دازادۍ لپاره راغلي.

هغه زیاتوي، په دې اړه دوی ته قناعت ورکول چې دغه ځواکونه یرغلګر نه دي اونه هم د اشغال لپاره راغلي، ګران بریښي.

د کندهار ولایت له جنایي جرمونو سره دمبارزې مشر محمد پښتون دې اژانس ته وویل ، ښه خبره داده چې پیسې پخپله پر افغان ځواکونو ولګول شي.

هغه زیاته کړه په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شمیر زیاتول مؤثر نه دي ځکه هغه لګښت چی پر یوه امریکایی عسکر راځي، پرهغوموږ کولا ی شو پنځلسو عسکرو یا پولیسو ته معاش ورکړو.
XS
SM
MD
LG