د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۶

د سوداګرۍ وزارت:په لسګونه بهرني پانګه وال کابل ته راځي


وحیدالله شهراني د افغانستان د سوداګرۍ وزیر دی دې وايي هڅه کوي افغانستان ته ډېر بانګوال جلب کړي.
وحیدالله شهراني د افغانستان د سوداګرۍ وزیر دی دې وايي هڅه کوي افغانستان ته ډېر بانګوال جلب کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، کابل ته یې په لسګونه اسیايي او اروپايي پانګه وال په دې هدف رابللي دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه ډيره شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سلاکارغلام محمد عیلاقي د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، ټاکل شوې دا اروپايي او اسیايي پانګه وال چې له ګڼو هېوادونو څخه دي په راتلونکې یوی میاشت کې کابل ته راورسیږي.

عیلاقي وویل، له دوی نه په افغانستان کې د پانګونې همدارازدغه هېواد ته د ځینو موادو د واردولو غوښتنه شوې ده:
" دوی ته بلنه ورکړل شوه چې دلته راشي، له دوی سره به خبرې وکړو او وبه ګورو چې څرنګه دوی په افغانستان کې پانګونې همداراز د ځینو هغو مالونو چې په افغانستان کې ورته ډیره اړتیا ده، واردولو ته وهڅوو. دوی به د سوداګرۍ وزارت په سلا دغه مالونه افغانستان ته واردوي او په بازارونو کې به یې عرضه کوي. په دې توګه به په بازارونو کې د بیو په کنترول کې هم مرسته وکړي."

بل خوا د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو ټولنه وايې چې د دغو بهرنیو پانګه والو شمېر څلویښتو تنو ته رسیږي او له ایران، متحده عربي اماراتو، روسیه، پاکستان، هالند، جرمني، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان څخه دي.

د دې ټولنې ریس عبدالهادي فرهنګ ازادۍ راډیو ته وویل، دوی په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی:
"هغوی له موږ سره په خبرو کې د خوراکي موادو او لبنیاتو، لکه شیدې، مستې، کوچ او نورو شیانو کې پانګونې ته چمتو والی ښولی دی ، د کورونو د جوړولو په برخه کې هم یوه ډيره ستره کمپنۍ پانګونې ته چمتو ده. دوی له ډیرو هېوادونو څخه دي، له هالنډ او جرمني څخه هم راځي. کله چې دوی راشي او حالات وګوري، په خپله نورې زمینې هم ځانته رامنځ ته کوي، ځکه چې افغانستان هر څه ته اړتیا لري او یو مصرفي هېواد دی."

ښاغلي فرهنګ زیاته کړه، په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا پانګونه د بیو په کنترول او په اوږد مهال کې خلکو ته په کار موندنې کې مرسته کولای شي.

افغان چارواکي وايې، په افغانستان کې د پانګونې کچه د پخوا په پرتله پنځوس فیصده راکمه شوې ده، چې ستر علت یې نا امني ده.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ادعا کوي چې افغانستان ته د بهرنیو او کورنیو پانګه والو او سوداګرو د راجلبولو لپاره یې نوې هلې ځلې پيل کړي دي.
XS
SM
MD
LG