د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۹

د مخابراتي شكايتونو د اوريدلو يوه اداره فعاله شوه


د مخابراتووزارت د مخابراتي خدماتو د تنظيم اداره وايې، دوى به په هېواد كې هيڅ يوې مخابراتي شبكې ته اجازه ورنه كړي، چې د خلكو د كريډټ كارتونو پيسې له ټاكلي مودې څخه د مخه، بندې او يا وسوزوي.

د دې ادارې ریس ذكريا حسن د سې شنبې په ورځ خبريالانوته وويل، دوى خلكوته وايې چې تر ټاكلي مودې پورې دې، د خپلو كريډت كارټونو په پيـسو ډاډه اوسي، ښاغلي ذکریا زیاته کړه:

"د پنځوسو افغانیود کریډټ کارت موده یوې میاشتې ته تمدید شوی، د سلو افغانیو د کریډټ کارت موده دوو میاشتو ته تمدید شوی، د یو سلو پنځوسو کریډټ کارت موده درې میاشتوته،همدارنګه د دوه سوه پنځوسو شپږو میاشتو ته، د پنځه سوه نهه میاشتو ته، د زرو او د زرونه پورته د دولسو میاشتو ته تمدید شوی."

د مخابراتو د وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال دهېواد كابو اتيا فيصده خلك د موبائيل له تيلفونوڅخه ګټه اخلي او څه باندې يو ميليون خلك د تيلفونو خاوندان دي.

د مخابراتو وزارت د كريدت كارټونو د پيـسود خوندي ساتلو پريكړه په داسې حال كې كوي چې خلك وايې، د دوی د كريدټ كارټونو پيسې پرته له دې چې په مخابراتي اړيكو ولګيږي، د مربوطې شبكې له خوا يا بندې او يا خوړل كيږي.

د مخابراتو وزارت دا هم وايې، په وروستيو څوكلونو كې، مخابراتي سيستم خلكو ته د سوداګرۍ، اداري كارونو، زده كړي او داسې نورو چاروكې د پام وړ اسانتياوی برابرې كړي او د شبكو ترمنځ د سالم رقابت په نتیجه كې د خدماتو په بيو كې هم كمى راغلى.

خو خلك بيا هم د دې خدماتو له ټيټ كيفيت او لوړو بيو څخه شكايت كوي.
XS
SM
MD
LG