د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰

چارشنبې –د سیپټمبر۲ نېټه


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې یوه مقاله لیکلې چې سرلیک یي دی : په افغانستان کې د سولې په لور د پرمتختګ درجه څنګه معلومیداي شي؟

د مقالې په یوې برخې کې راغلي:

په افغانستان کې د اسد د ۲۹ انتخابات تر سره شول او نتیجې یې لا تر اوسه پوره نه دي څرګندې.

خو له انتخاباتو مخکي د امریکا د جمهوري غوښتونکو نړیوال انسټیوټ په یوې نظر پوښتنې کې ښودل شوې چې د افغانانو په سلو کی ۶۰ یې د خپلي راتلونکې او په دې هیواد کې د امریکا او ناټو هلو ځلو ته یوځل بیا هیلمن شوې دي.

ورځپاڼه لیکي: دا ممکن ورستی ځل وي چې په افغانستان کي د یوه نوي پیل لپاره لاره هواریږي او دا ځکه چې په دې وروستیو څو کلونو کې د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت محبیوبیت مخ په کمید و و او مخالفین ورځ تر بلې غښتلي کیږي.

د ورځپاڼې په باور اوس چې دهیلو دا دریڅه پرانیستل شوې نو فرصت باید له لاسه ورنکړل شي او ښه ګټه باید ترې واخیستل شي.

واشنګټن ټایمز لیکي:

د افغانستان لپاره د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما ستراتیژي په ځاي عمل او په سم لورې یو ګام دی، خو خبره داده چې تر کله به یې حاصل او ثمرې ته انتظار ایستل کیږي.

نن سبا چې په امریکا کي د افغانستان له جګړې سره د خلکو ملاتړ مخ په کمیدو دی نو دي پوښتني ته ځواب ورکول هم په ځای او مهم کاردی.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي:

په افغانستان کې پوځي عملیاتو او ددې هیواد د امنیتي ځواکونو او ملکي موسسو د جوړولود کارسرعت ته په پام کولو، ویلی شو چې دې جګړې ته د مالي او بشري منابعو په زیاتولو سره سره ، د روانو پوځي عملیاتو ثمري یا نتیجي ته باید چی د ۲۰۱۰ کال تر پایه انتظار وایستل شي.

ورځپاڼه ليکي: افغانان له دیرشو کلونو جګړو وروسته ممکن د عملیاتو دې ثمرې ته د انتظار کولو حوصله او زغم ونه لري.

په عین حال کې باید چې د امریکا کانګرس او خلک هم د خپلو لګښتونو او زحمتونو په اړه حوصله لاسه ورنه کړي.

د افغانستان په انتخاباتو کي اصلي ګټونکی څوک دی؟
دا دفارین پالیسي امریکايی خپرونې د ورستۍ ګڼې د یو مطلب سرلیک دی .

ددې مقالې په یو برخه کې راغلي:

په دې انتخاباتو کې اصلي ګټونکی نه حامد کرزی او نه هم د هغه اصلي سیال عبدالله عبدالله دی، بلکې اصلي ګټونکی مارشال فهیم دی چې کرزي په انتخاباتو کې خپل مرستیال نومولی دی.

خپرونه لیکی: دا مهمه نه ده چې څوک به واک ته رسیږي ، اصلي خبره داده چې مارشال فهیم به د افغانستان په پوځي ډګر کې څرګنده ونډه ولري.

فارین پالیسي دا پوښتنه هم کوي چي په انتخاباتو کي نو بایلونکی څوک دی؟


په ځواب کی یي لیکي: دا چي د افغانستان په چارو به یو ځل بیا د مارشال فهیم په څېرجګړه ماران واکمنان کیږي نو واضح خبره ده چی اصلي بایلونکي په لومړي قدم کي د افغانستان خلک او بیا د امریکا متحده ایالات دي.

فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په مختلفو حکومتونو کی او له احمد شاه مسعود ، رباني او وروسته وخت کې د مارشال فهیم د فعالیتونو تاریخچې ته کتنه کړې او لیکي چي مارشال له روسیې سره نږدې اړیکې لري او کولای شي د افغانستان د شطرنج په سیاسي لوبې کې له هر لورې چال لاړ شي.

د خپرونې په باور : د افغانستان هر جګړه مار ځانته طرحه لري او له مخې یي عمل کوي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي :

امریکا د طالبانو د رژیم له ړنګولو مخکې هغه مهال چی له مارشال فهیم سره یی اتحاد کاوه ځینو دغو پوښتنو ته يي باید ځواب هم پيدا کړی وای. په دې پوښتنو کي یوه یې د احمد شاه مسعود د قتل په اړه ده.

خپرونه لیکي : د مسعود د قتل په پیښې کي د مارشال فهیم کړنې او ونډه د پوښتني وړ دي خو د جمهور رییس بوش ادارې او سي اۍ ای په دې اړه ځان تېر کړی دی.

فارین پالیسي لیکي: دا مهال هیڅ ضمانت او ډاډ نشته چې د مار شال په څېر کسانو ته وفاداره ځواکونه به په پوره صدراقت د طالبانو او القاعده و په ضد وجنګیږي.

همدا دلیل دی چې د جنرال مک کریسټال ستراتیژي ورځ تر بلې په افغانستان کي نوره هم پیچلي کیږي .
XS
SM
MD
LG