ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د قومي مشرانو علماو او سپین ګیرو دا خبردارې راخستې، که ددوی رای قرنطین شي نو ولسي پاڅون به وکړي.
ورځپاڼې په دوام کې ددوی په حواله دا هم لیکلي دي، چې نړیواله ټولنه دې په انتخاباتو کې د بهرنیو د لاس وهنې مخه ونیسي ځکه دوی غواړي د درغلیو په پلمه د پښتنو د رایو سپکاوی وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له شویو انتخاباتو څخه د ملي شورا د سلګونو غړو ملاتړ د انتخاباتو د بدنامولو لپاره د روانو توطعو پر وړاندې یو مهم ګام بللې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د انتخاباتو د نتایجو نه منل، او ان د هیواد د شتون په اړه شوي ګواښونه یوه داسې توطعه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا په وړاندې يې د یو نوي سیاسي بهیر د پیل اړتیا لیدلې کیږي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د مشروعیت په اړه روانو بحثونو ته په اشارې لیکلي دي، چې د مشروعیت په باب د قضاوت معیار باید د خلکو رای وي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام نړیوالې ټولنې ته دا سپارښتنه کړې، چې د افغانانو د رایو درناوې وکړي او له داسې څرګندونو او غونډو نه ډډه وکړي، چې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې وړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو په اړه د روانو ناندریو د پاې ته رسولو لپاره د ائیتلافي حکومت د جوړولو اوازو ته په اشارې د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي، چې دوی له هیچا سره د ائیتلافي حکومت جوړولو ته تیار ندي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په لویو لارو کې د نا امنیو مسئله راخستې او لیکلي دي، چې په لویو لارو کې د امنیت ټینګول د خلکو اساسي غوښتنه ده.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسئلې ته ځانګړې کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د افغانانو مخالفت مخ په زیاتیدو دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سواد د زده کړې په نړیوالې ورځ تبصره کړې او په هیواد کې د بې سوادۍ د کچې د ټیټولو لپاره د هغې پر ضد د جهاد غږ کړې دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په چارواکو دا انتقاد کړې دې، چې خپله ټوله پاملرنه د ښوونځیو جوړولو او بیارغونې چارو ته ځانګړې کړې او په هیواد کې د پوهنې کیفیت ته يې کوم پام ندې کړې.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو لخوا په کابل کې په جوړیدونکې غونډې تبصره کړې او د هغې اهداف يې څیړلي دي.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د امریکا په موجوده ستراتیژۍ کې د بدلون لپاره شویو څیړنو ته په اشارې لیکلي دي، چې ښه ستراتیژۍ هغه ده، چې ولس يې ښیګڼې وګوري.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د سولې په کمپاین تبصره کړې، چې پرون د ملګرو ملتونو لخوا په رسمي ډول پیل او په غټو ټکو سره يې لیکلي دي، چې سوله د ټولو اړتیا ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان کډوالو حالت څیړلي او پدې اړه يې د بحران د نړیوالې ډلې اندیښنه راخستې ده.
ورځپاڼې د بحران د نړیوالې ډلې په حواله لیکلي دي، چې افغان دولت باید هیواد ته د بیرته ستنیدونکو کډوالو لپاره لازمي امکانات برابر کړي.