دلښکرګاه په جنوب کي ښارته ډير نږدې دکاريز په سيمه کي نامعلومو وسلوالو کسانو دډافا دماين پاکولو دموسيسي يولس تنه کارکوونکي هغه مهال برمته کړه چي دکاريز په سيمه کي يي دپخوانيو ماينونو اوناچاودو مهيماتو نه مځکه پاکوله.
داخبره په هلمند کي ددې موسيسي يوتن کارکوونکي ډاکتر عبدالوهاب دازادۍ راډيو ته وکړه.
ډاکتر عبدالوهاب وويل ملګري يي دکاريز دسيمۍ دخلکو په غوښتنه هغې سيمې ته تلل او زاړه ماينونه يې له مځکې رایستل.
که څه هم ډاکتر عبدالوهاب وايي چې په دې اړه نه پوهيږي چې داکار ورسره چاکړی دي خو دده په خبره که چيرې طالبان وي نو ددوی موسيسې خو په نوو ماينونو باندې کار نه درلودى ځکه نوي ښخ شوې ماينونه ځانته ټريننګ غواړي او ددوي کارکوونکو نویو مایونو درايستلو سره پوره اشنايي نه درلوده.
داچې ولې له دوي سره امنيتي کسان نه وو؟ په اړه يې ددې موسيسي کارکوونکي ډاکتر عبدالوهاب وايي له يوې امنيتي پوستي نه يي يوازي اته سوه متره ليري کارکاوه نوځکه دامنيت په اړه ډاډه وه.
عبدالوهاب ازادۍ راديو ته ويلي دي چي دري کارکوونکي يي ټپي پيداکړي دي يوتن يي مړ دى او د اوو تنو نورو برخليک لاتر دې د مه ديرغملګرو په لاس کې دى .دولتي چارواکي په دي اړه يوازي دپلټونو خبر ورکوي او نورو جزياتو نه ډډه کوي .
دالومړى ځل دى چې په هلمند کې دماين پاکۍ دموسيسي کارکوونکي له داسي پيښي سره مخامخ کيږي خو د دې کار پړه لا تر دې دمه چاپر غاړه نه ده اخستې.