د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو تورونو شکونه زیات کړي دي او ورسره د اسوشیتد پریس خبري اژانس په وینا د افغانستان لپاره د بارک اوباما ستراتیژۍ ته ګواښونه په ډیریدو دي.
امریکایي چارواکو هیله لرله چې د افغانستان انتخابات به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اصلي اهداف په دغه هیواد کې تر لاسه کړي. داسې چې د افغان حکومت قانوني ارزښت به ورسره پیاوړی شي، منتخب حکومت به له طالبانو سره د مقابلې وړ شي، له اداري فساد سره به مبارزه وکړي او د افغانستان د پرمختګ هڅې به ګړندۍ کړي.
خو د ولسمشر کرزي ګڼ سیالان په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ تورونه پوري کوي.
د حامد کرزي او ډاکټر عبداله ملاتړیو ادعاء کړې ده چې دوی په انتخاباتو کې ډیرې رایي ترلاسه کړي دي. مخکې تر دې چې رسمي نتیجې اعلان شي دغه ډول ادعاوې به د اسوشیتد پریس اژانس په وینا د نتیجو له معلومیدو سره ستونزې زیاتې کړي.
د نتایجو تر اعلان مخکې ادعاوې شاید د نوې ادارې پر جوړیدو هم منفي اغیز وکړي او په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالات او د ناټو نور غړي هیوادونه هڅې کوي چې په افغانستان کې قومي، سیاسي او نورې ډلې ټپلې د طالبانو پرضد یوځای کړي ممکن د انتخاباتو پر نتایجو اختلافات افغانستان هم د اسوشیتد اژانس په وینا د ایران په څېر له سیاسي بحران سره مخامخ کړي.
ناټو او امریکا د افغانستان انتخابات وستایل او ویې ویل سره له دې چې په ځینو ځایونو لکه کندهار، هلمند او نورو جنوبي ولایتونو کې نا کرارۍ وې انتخابات ښه ترسره شول خو د اسوشیتد پریس اژانس په وینا په دوه زره پنځم میلادي کال کې د عراق انتخابات د بوش ادارې ژر وستایل او بیا وروسته پکې ستونزې پیدا شوې. د اسوشیتد پریس اژآنس په وینا اوس که چیرته د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلیو تورونه زیات شي نو ښایي امریکايي چارواکي په خپلې کړې خبرې غلي شي او د افغانستان راتلونکي سیاسي زعامت ته صبر وکړي چې څه ډول ټاکل کیږي.
په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري د یکشنبه په ورځ سي این این تلویزیون ته وویل، موږ تر اوسه نه یو خبر چې رایي خلکو څه ډول استعمال کړې دي نو د اوس لپاره باید انتظار شو چې دا بهیر بشپړ شي بیا به وګورو چې څه کیږي.