د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

مغبوال:انتخابات افغانستان ته لاسته راوړنه وه


د ازادو انتخاباتو لپاره د اسيايي شبكې د څارونكو مشرډماسو جي مغبوال
د ازادو انتخاباتو لپاره د اسيايي شبكې د څارونكو مشرډماسو جي مغبوال
د ازادو انتخاباتو لپاره د اسيايي شبكې د څارونكو مشر وايي افغانستان چې د ډيموكراسۍ پر لوري لومړني ګامونه اخلي، تېرو انتخاباتو يې وښوده چې دغه هېواد د ډيموكراسۍ د معياري كېدو تجربه كوي.

د دې شبكې ریيس ډماسو جي مغبوال چې د یکشنبې په ورځ يې د خپلې ډلې د دوه مياشتني فعاليت كاري راپور وړاندې كاوه، وويل دغه انتخابات افغانانانو ته يوه لويه لاسته راوړنه ده، خو ډماسو وويل په دغو انتخاباتو كې ځينې سرغړونې هم شوې دي:

”زموږ څارونكو وليدل چې له ځينو رایې وركوونكو سره د رایې وركولو څو كارتونه وو، يعنې يوه سړي څو رايې كارولي دي، دغه راز ځينو كسانو د راى وركولو پر پروسې نفوذ درلود، د ساري په توګه كليوالو مشرانو او مخورو خلكو، په دې بهير كې د ځينو سياسي ډلو غړو هم كوښښ كاوه رایې وركوونكي وهڅوي چې د دوى د خوښې وړ كانديد ته رايه وركړي. څارونكو دا هم ليدلي چې په انتخاباتو كې يوه مشخص كانديد له دولتي امكاناتو څخه استفاده كړې ده.“
د ازادو انتخاباتو لپاره د اسيايي شبكې څارونكي


د اسيايي شبكې دغه څارونكې ډله شل دايمي او دېرش موقتي غړي لري، دوى وايي د افغانستان په ديارلسو شمالي، شمال شرقي او مركزي ولايتونو كې يې پر انتخاباتو څارنه كړې ده، خو د دې شبكې مسوولين وايي د امنيتي ګواښونو او د ځينو زورورو كسانو د نفوذ له كبله يې په كندوز، بغلان او جوزجان ولايتونو كې فعاليتونه محدود شوي وو. په دې ډله كې د ديارلسو اسيايي هېوادونو غړي شامل دي.

دغه څارونكې ډله وايي د تېرې پنجشنبې په انتخاباتو كې د نارينه وو په پرتله د ښځو ونډه ډېره كمه وه.

د دې ډلې يوه غړې سومسري هنانونتاسوك وايي د امنيتي ستونزو تر څنګ د افغان مېرمنو په وړاندې كلتوري خنډونه هم موجود وو:

”امنيتي ستونزو د زياتو ښځو مخه نيولې وه، چې دوى د رایې وركولو لپاره له كورونو د باندې ونه وتلې. بله كلتوري مساله ده په افغاني ټولنه كې د ښځو په نسبت نارينه زيات واك او ځواك لري، له دې كبله ښځو ونه شول كړاى په دغو انتخاباتو كې هغسې چې ښايي برخه واخلي.“

تېره شنبه د اروپايي څارونكو اوه څلوېښت كسيزې ډلې هم خپل كاري راپور وړاندې كړ، دوى هم د افغانستان وروستي انتخابات ازاد او عادلانه ګڼلي وو، خو په ځينو ولايتونو كې يې له انتخاباتي اصولو سرغړونو او درغليو ته هم اشاره كړې وه.

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات تېره پنجشنبه وشول، كه څه هم په نړيواله كچه دغه انتخابات د افغانانو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ګڼل شوې، خو د مدني ټولنو ځينې استازي، ځينې كانديدان او څارونكي وايي په دغو انتخاباتو كې ځينې سرغړونې او درغلۍ هم شوي دي. تر اوسه د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه تورونه رد كړي دي.
XS
SM
MD
LG