د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

صادق خان: د اسلام اباد ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې د افغانستان پر بشري بحران خبرې وکړي

اپډېټ شوی

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه نړیواله غونډه
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه نړیواله غونډه

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه اسلامي هېوادونه او نړیوال سازمانونه راټول شوي دي. په ناسته کې به د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونه په اړه هم خبرې وشي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو د دوه ورځنۍ ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما له مشرې روزاتونبایوا سره په خبرو کې ویلي، "دا ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرې اترې وکړي ".

دا ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرې اترې وکړي
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان

صادق خان په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو خپل ملاتړ او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د شنبې په ورځ د جنورۍ په یولسمه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه دوه ورځنۍ ناسته پیل شوه چې د نژدې۴۷وو اسلامي هیوادونو او ۱۵۰ غیردولتي سازمانونو استازو په کې ګډون کړی دی.

د پاکستان صداعظم شهباز شریف چې ددې غوندې مشري یې کوله، د غونډې په لومړی ورځ ګډوانوالو ته په وینا کې وویل له زده کړو د نجونو راګرځول، "له روښانه راتلونکې د هغوي محرومول دي ".

د اسلام اباد ناستې ته د طالبانو نه ورتګ او د افغانو نجونو هیلې

دې ناستې ته که څه هم طالبانو وربلل شوي، خو د دې ډلې استازو په کې ګډون نه دی کړی.

د نجونو د زده کړو په ملاتړ دغې ناستې ته د طالبانو د استازو نه ورتګ له زده کړو محرومې نجونې لا پسې ناهېلې کړي.

نوریه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وړاندې یې د طب په پوهنځي کې زده کړې کولی، او په کور ناسته ده، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، "دا ناسته زموږ د هیلو د ژوندي کیدو لپاره یو څرک و، خو کله چې خبره شوم طالبانو په کې ګډون نه دی کړی، نو هیلې مې بیرته مړاوې شوې، ځکه که غونډه جوړه شي او طالبان په کې ګډون ونه کړي او د نړیوالو غوښتنې وانه واري نو دا ناسته هیڅ ګټه نه کوي ".

د نجونو د زده کړو د ملاتړ دوه ورځنې ناسته چې د اجنډا ډیره برخه یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو پر بندیزونو ورټوله ده، په داسې حال کې په اسلام اباد کې جوړیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبان اړیکې ترینګلې شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني تويټر د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو په ملاتړ جوړې شوې ناستې ته په اشاره په یو پیغام کې ویلي، "د پاکستان له خوا د دې ناستې د جوړیدو موخه دا نه ده، چې ګواګې دا هیواد صادقانه غواړي د افغانو ښځو او نجونو لپاره یو څه وکړي، بلکې دا ناسته یو تبلغاتي جنبه لري او دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو روانو شخړو یوه برخه ده ".

د پاکستان له خوا د دې ناستې د جوړیدو موخه دا نه ده، چې ګواګې دا هیواد صادقانه غواړي د افغانو ښځو او نجونو لپاره یو څه وکړي، بلکې دا ناسته یو تبلغاتي جنبه لري
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

خلیلزاد وړاندې ویلي، "کله کله ستاسې دښمن هم ستاسې په حق کې ښه کولی شي ".

د خلیلزاد په ټکو، د طالبانو له خوا پر افغان نجونو او ښځو بندیزونه غیراسلامي او د افغانستان د ملي ګټو او د هېواد د راتلونکي په زیان دي. خو خلیلزاد پرخپل ټویټر د پوښتنې په بڼه ویلي، کله به د طالبانو احساس لرونکي عناصر او نور افغانان د هغه څه په وړاندې ودریږي چې نوموړي د " کندهار ناسمې رهبري شوې پریکړې " بللي دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ددې پخواني مرکچي په باور بالاخره " دا په افغانانو پورې اړوند ده چې دا ستونزه هواره کړي. "

پاکستان داسې مهال په اسلامي ټولنه کې د نجونو پر زده کړو د یو نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي چې په افغانستان کې یې له اوسنیو طالب واکمنو سره اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې ښکاري.

په خوست کې د پاکستاني هوايي ځواک له بمباریو وروسته ، د ډیورنډ کرښې په اوږده کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي چې وروستۍ هغه د کونړ په سرکاڼو او دانګام کې د پاکستان له خوا پر ځینو اهدافو د توپونو ډزې وې چې سیمه کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

له دې سربیره، په دې وروستیو کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان کډوالو نیول او ځورونه ډیر شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، یوازې په تیره یوه اونۍ کې په اسلام اباد کې څه باندې اته سوه افغان کډوال نیول شوي دي.

دغه کډوال ادعا کوي، چې په پاکستان د اوسیدو د قانوني اسنادو سربیره د پولیسو له خوا نیول او ځورول کیږي.

XS
SM
MD
LG