د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۱

براون او پیتروییس پر افغانستان خبرې وکړې


د بریتانیا صدراعظم ګوردن براون د افغانستان پر وضعیت له عالي رتبه پوځي امریکایي قوماندان جنرال ډیوډ پیترویس سره خبرې وکړې.

د ګورډن براون دفتر څرګندوي چې دا شخصي غونډه وه او په سکاټلنډ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر سره د جمعې په ورځ ترسره شوه.


د بریتانیا صدراعظم نن سبا د اوړي د رخصتیو ورځې په خپل اصلي کور کې د سکاټلنډ مرکز ایډنبرا ته نژدې تیروي.

د ګورډن براون د دفتر د ویاند په وینا ، د بریتانیا صدراعظم او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د عمومي قوماندان تر منځ د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د خبرو په ترڅ کې جنرال پیترویس په افغانستان کې د بریتانیا د هڅو ستاینه وکړه. هغه وویل، بریتانیایي عسکر په ډیرې خطرناکه سیمه کې دي او هلته یې ډیر اغیزمن فعالیت کړی دی.

د بریتانیا تر نهو زرو ډیر عسکر په افغانستان کې دي چې غوڅ اکثریت یې په هلمند کې دیره دي او په وروستیو کې د دوی تلفات زیات شوي دي. ویل کیږي چې له دوه زره لومړي میلادي کال راپه دې خوا په افغانستان کې د وژل شویو بریتانوي عسکر شمیر دوه سوه شپږو تنو ته رسیدلی دی.
XS
SM
MD
LG