د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۸

د رمضان بشردوست د کمپاین څرنګوالي


رمضان بشردوست د خپل کمپاین په ترڅ کې په یوه دوکان کې چای څښي
رمضان بشردوست د خپل کمپاین په ترڅ کې په یوه دوکان کې چای څښي
د رمضان بشر دوست خیمه د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ پورې غاړه په یوې کوڅې کې درول شوې او کله چې لویدیځ خبریالان خیمې ته ورځي نو په خپلو لیکنو کې بشردوست د یوه خیالي ، بې هیلې او کله هم د سودایي په نومونو یادوي.

رویترز لیکي : د نورو افغاني سیاستوالو په کورونو پیرې ولاړې دي خو بشردوست په یوې زړې وړې خیمې کې ناست دی او له خلکو سره لیدنې کتنې کوي. د خیمې په داخل کې چې د بشر دوست انتخاباتي مرکز هم دی، فرش پروت دی او یو پلاستیکي میز هم پکې دی.

آژانس لیکي : بشر دوست په فرانسې کې د حقوقو په څانګه کې ډاکټري اخیستي او د پوهنتون استاد و خو د افغانستان په انتخاباتي کمپاین کې د ده ریاضت او ساده ژوند ، د خلکو په احساساتو اغیز کوي .

په روانې اوونۍ کې په یوې نظر پوښتني کې څرګنده شوه چې رمضان بشر دوست په انتخاباتي کمپاین کې دریم مقام لري یعني په سلو کې ۹ کسان ممکن رایې ورکړي. په نظر پوښتنې کې ویل شوي چې حامد کرزي ته په سلو کې ۴۵ او عبدالله عبدالله ته ممکن په سلو کې ۲۵ کسان رایې ورکړي.

رویترز لیکي: په نظرپوښتني کې دا هم ښودل شوې چې رمضان بشر دوست د جمهوری ریاست تربل مخکښ کاندید، اشرف غني احمدزي چې د انتخاباتي کمپاین لپاره یې د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلنټن سیاسي مشاور جیمز کارویل هم کار کوي، مخکې دی.

آژانس لیکي : ډاکټر بشر دوست چې په خیمې کې یې زاړه کاغذونه او عادي چاپ شوي کارتونه هره خوا پراته دي، وایي د اګست په شلمه به په افغانستان کې یو سیاسي انقلاب رامنځ ته شي. دی وایي افغانان هوښیار دي او یو داسې مشر به وټاکي چې د دې بېوزلي هیواد له طبیعي زېرمو به قانوني استفاده وکړي .

بشردوست وایي دی باور نلري چې خلک به خپلې رایې په پیسو وپلوري. دی وایي خلکو ورته ویلي، دوی عبدالله ته رایې نه ورکوي او دا ځکه چې د هغه د نکټایي قیمت د عادي افغان د لسو کلونو له معاش سره برابر دی.

رویترز لیکي : رمضان بشر دوست د حامد کرزي په کابینې کې د یوې لنډې مودې لپاره د وزیر په توګه کار وکړ خو د حکومتي چارواواکو د بې ځایه لګښتونو او په عصري موټرو کې د هغو په ګرځیدویې اعتراض وکړ او وروسته یې خیمه ووهله.

آژانس لیکي: په افغانستان کې نور کاندیدان په لوکسو موټرو او د موټرو او ساتونکو د کاروانونو په بدرګې له یوه ځایه بل ځای ته سفرونه کوي خو بشردوست په یوه زاړه میني بس کې چې عمر یې ممکن تر ده زیات وي، سفر او انتخاباتي کمپاین کوي.

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د کاندیدانو عکسونه او پوسترونه لګیدلي خو د بشردوست کوم سترعکس یا پوسټر نه تر سترګو کیږي. بشر دوست وایي که چیري زه خلکو ته ووایم راشئ ډوډۍ او چای درکوم نو په پنځو دقیقو کې ممکن لس زره کسان راټول شي . دا کسان ممکن د ډوډۍ او چای لپاره راشي نه د بشر دوست لپاره. خو کوم خلک چې زما خیمې ته راځي هغوی د ډوډۍ ، چایواو پیسو په تمه نه راځي بلکې د مفکورې او پروګرام لپاره راځي.

رویترز لیکي: د بشر دوست د دې ساده او د ریاضت پيغام تر څنګ د هغه بل ښه والی دادی چې دی په هزاره قوم پورې مربوط دی.د ۲۰۰۴ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هزاره قوم یو مشر محمد محقق له کرزي سره په سیالۍ کې ولاړ و او په سلو کې۱۲ رایې یې ګټلې وې. که چيرې دا ځل د جمهوری ریاست انتخابات دوهم پړاو ته وځنډېږي او بشر دوست پکې دریم مقام ته ورسیږي، نو دوه مخکښ کاندیدان به د ده ملاتړ ته احتیاج شي.

دوی ممکن بشر دوست ته په حکومت کې د څوکۍ وړاندیز هم وکړي. خو بشر دوست وایي دا خبره باید هغوی له یاده وباسي. دی وایي که چیري ما له دوی سره کار کولای نو ځان به مې نه کاندیداوه . دی وایي که چیري زه یو داسي افغان سیاستوال پيدا کړم چې په بشري حقونو معتقد وي، لاسونه یې د افغانانو په وینو سره نه وي او په اقتصادي مسلو پوه وي نو له کاندیدۍ به تېر شم او د هغه ملاتړ به وکړم.
XS
SM
MD
LG