د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۷

د ناټوسرمنشي : په افغانستان کې د بري لپاره نوروسرتېرو ته اړتیا ده


راسموسن
راسموسن
د ناتو نوی عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن وایي دا تړون په افغانستان کې د خپل ماموریت د بري لپاره نورو عسکرو ته اړتیا لري.
عمومي منشي بي بی سي ته وویل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزني چارې هم باید ښې شي.

راز موسن په داسي حال کې دا خبرې وکړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷ تنه بهرني عسکر ووژل شول. د امریکا پوځ وایي څلور سرتېري یې پرون د افغانستان په لویديځ کې د سړک د غاړې بمي چاودنې کې ووژل شول.

له بلې خوا د ناتو عمومي منشي اندریس فوغ راس موسین نن د افغانستان ولسي جرګې ته لاړ ، د ولسي جرګې له مشر محمد یونس قانوني او یو شمېر وکیلانو سره یې وکتل.

د ناتو عمومي منشي پرون ماښام د افغانستان له جمهور رییس حامد کرزي او د جمهوري ریاست له یو شمېر کاندیدانو سره هم کتلي وو.
د ولسي جرګي رییس محمد یونس قانوني وایي د ناتو له عمومي منشي راز موسین سره یې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ، د تروزیم ضد جګړې په څرنګوالي او د انتخاباتو د شفافیت په اړه خبرې وکړي.

د ناتو عمومي منشي پرون هلمند ولایت ته تللی و او هلته یې خبریالانو ته ویلي و چې هلمند د ناتو ځواکونو لپآره لومړیتوب لري او تر هغې چې په دې ولایت کې امنیت نه وي ټینګ شوی، ددوی پوځي عملیات به پکې روان وي. راسن موسین وایي د هلمند اوسیدونکو ته به د امن داسي یوه فضا برابره کړي چې دوی په ډاده زړه په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG