د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۰

د لوړو زده کړو د وزارت لپاره د معلوماتو د خوندي کولو کنفرانس


دا كنفرانس چې د جرمني د هېواد په مالي او تخنيكي مرسته، د مخابراتو د وزارت د متخصصينو له خوا د لوړو زده كړو په وزارت كې جوړ شوی، درې ورځې به دوام وكړي او د كنفرانس ګډون كوونكو ته به په كې د معلوماتي تكنالوژۍ د خوندي ساتلو پروګرامو نه تشريح شي.

د مخابراتو وزير اميرزي سنګين په هېواد كې د معلوماتي تكنالوژي چټك پرمختګ، د هېواد د ترقي مهم لامل وګاڼه او ويې ويل، د دې سيستم له فعالېدو سره به د افغانستان په اړه هرډول معلومات ساتلی پاتي شي:

"د کنفرانس هدف د معلوماتي تکنالوژۍ خوندي ساتل دي، د دې سیستم له لارې به کمپیوټرونه، د کمپیتوټرونو نښلوونکي شبکې او په کمپیوټرونو کې ټول معلومات ساتلي پاتې شي."

د مخابراتو د وزارت د معلوماتو له مخې دا پنځم كنفرانس دى چى، په وروستيو څو كلونو كې، د كابل پوهنتون استادانو ته دايريږي.

د لوړو زده كړو وزير محمد اعظم دادفر وويل، سربېره د كابل پر پوهنتون
اوسمهال د هرات په پوهنتون كې هم د معلوماتي تكنالوژۍ له سيستم څخه د تدريسي موادو په ترتيبولو كې كار اخيستل كيږي.

د لوړو زده كړو د وزارت د معلوماتي تكنالوژۍ ريیس سليم ساعي وويل،
نوى سيستم به د كانكور د امتحانونو بهير، اسناد او نتايج له هرډول لاس وهنو څخه په امن كې كړي.

"د لوړو زده کړو په وزارت کې ځینې معلومات لرو چې خوندي وساتل شي، دکانکور اسناد، نتایج، د مامورینو سوانح او همدا رنګه د ټولې موسسې معلومات په یو ځانګړي پروګرام کې تنظیم شوي او خونديتوب يې ډېر ضروري دی."

سره له دې چې د مخابراتو وزارت د معلوماتي تكنالوژى د چټك پرمختګ خبرى كوي، خو خلك وايي، اوس هم په دې سيستم كې ستونزې شته، دوی وايي له يوې خوا د دې شبكو د خدماتو بيې لوړې دي او بلې خوا د خدماتو رسول يې هم سست دى.

د مخابراتو وزارت بیا وايي، روانې ټولې هلې ځلې په دې مانا دي چې شته ستونزې به يوه له بلې پسې اوارې شي.
XS
SM
MD
LG