د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۶

د ناټو نوی مشرله طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي


د ناټو نوی مشر
د ناټو نوی مشر
دډنمارک پخواني صدراعظم اندرېس فوغ رسموسېن، چې د ناټو د نوي مشر په توګه يې د کار دوره د شنبې په ورځ پیل شوه له يوې ډنمارکۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل په طالبانو کې پر سخت دریځو سربېره داسې منځلارې ډلې هم شته چې کېدای شي خبرې ورسره وشي.

د ډنمارکي رسنیو د راپور له مخې، د ډنمارک پخواني صدراعظم او د ناټو نوي عمومي منشي اندرېس فوغ رسموسېن په ډاګه له طالبانو سره د سولې د خبرواترو ملاتړ کړی.

ښاغلي رسموسېن دشنبې په ورځ له ډنمارکۍ ورځپاڼې پولیتیکن سره په مرکه کې وویل، د طالبانو په مینځ کې داسې ډلې شته چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د راوستو لپاره خبرې ورسره کېدای شي. خو ده زیاته کړه داهم روښانه خبره ده چې په طالبانو کې داسې سخت دریځې ډلې شته چې یوازې په پوځي زور باید مات شي او دا هغه کسان دي چې هېڅ راز توافق ورسره ممکن نه دی.
د ناټو نوی مشرد دې تړون له مخکیني مشریاپ دي هوپ شیفرسره روغبړکوي .

د ناټو نوي مشر، له طالبانو سره د خبرو لپاره د مخکنیو غوښتنو، او له هغې ډلې د برتانیې د بهرنیوچارو د وزیر ډیويډمېلېبنډ له وړاندیز څخه چې د طالبانو له ځانګړو ډلو سره يې د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه، خپل ملاتړ اعلان کړ.

رسموسېن په خپله دې مرکه کې همداراز وویل سمدستي هدف دا دی چې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په مشرۍ د پولیسو د روزنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د ناټو او اروپايي ټولنې ترمینځ توافق وشي.

د ناټو د عمومي منشي په توګه د رسموسېن د کار دوره د شنبې په ورځ پیل شوه، او په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ به رسماً په بروکسل کې، په خپل د فتر کې په کار پيل وکړي. په افغانستان کې د ناټو ماموریت، له اروپا بهر د دې تړون لومړنی ماموریت دی، چې د دې تړون د اعتبار لپاره ځانګړی اهمیت لري.
XS
SM
MD
LG