د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

په سوډان کې د پتلون اغوستونکې ته د درو سزا


لوبنا احمد الحسین چې د پتلون د اغوستو په جرم ونیول شوه
لوبنا احمد الحسین چې د پتلون د اغوستو په جرم ونیول شوه
په نړۍ کې د نن ورځې د جامو فېشن او موډ اکثر له هغو تعبیرونو سره ټکرخوري چې په اسلامي ټولنو کې د جامو په برخه کې شته او د اختلافاتو سبب کېږي خو په سوډان کې دا ډول ستونزه او اختلاف نه وو ترسترګو شوی. ځکه په دې هېواد کې د شریعیت له قانون څخه تر ټول سخت تعبیر کېږي او هېڅوک دا جرئت نلري چې له دغو مقرراتو څخه سرغړاوی وکړي.

سوډاني ښځې چې اکثریت یې عرب مسلمانان دي خپلې دودیزې جامې اغوندي یعنې اوږده کمیسونه اغوندي او خپل د سر وېښتان په یوه لوی شال پټوي. دوی یوازې پخپلو کورونو کې بل ډول کالي اغوندي. نو له دې امله د حېرانتیا وړ نه ده چې له دغو سختو مقراراتو څخه سرغړونه دا ډول ستونزه رامنځته کوي چې هم یې د سوډان په پایتخت او هم یې په نړېواله ټولنه کې د رسنیو او مطبوعاتو پاملرنه جلب کړې ده.

لوبنا حسین یوه پخوانۍ ژورنالیسته ده چې اوس په خرطوم کې د ملګرو ملتو په مطبوعاتي دفتر کې کار کوي. دغه مېرمن د روانې میاشتې په سر کې له دې امله ونیول شوه چې په یوې مېلمستیا کې یې پتلون اغوستی وو.

له دې سره يوځای دولس نورې سوډاني ښځې چې هغو هم عنعنوي کالي نه وو اغوستي ونیول شوې. لسو نیول شویو مېرمنو خپلې سزا وې ومنلې خو مېرمن حسین او څو نورو مېرمنو مقاومت وکړ. هغو لسو مېرمنو د پولیسو په مرکز کې د څلوېښتو درو او یوسلو شلو ډالرو د جریمې سزا ومنله. خو دغو درېو مېرمنو محکمې ته مراجعه وکړه.

د پنجشنبې په ورځ مېرمن حسین محکمې ته حاضره شوه او د مسوولان اوقاضیان ټول ډېر حېران شول. ځکه د مېرمن حسین هماغه زرغون پتلون په تن کې وو چې د نیول کېدو په مهال یې اغوستی وو.

هغو درېو نورو مېرمنو هم پتلونونه اغوستي او محکمې ته حاضرې شوې. له دې کار څخه د مېرمن حسین مقصد دا وو چې په دې قضیه کې له ځانه دفاع وکړي. نوموړې خبریالانو ته وویل: دا غواړي په سوډان کې د جامو په وړاندې له دا ډول مقرراتو سره مبارزه وکړي.

مېرمن حسین له اسوشیتد پرس آژانس سره په خبرو کې وویل دا یوازې ددې قضیه نه ده چې پتلون یې اغوستی وو بلکې غواړي چې د سوډاني ښځو لپاره د جامو دا ډول مقررات لغوه کړای شي ځکه دا هم د سوډان د اساسي قانون او هم د اسلامي قانون پرضد دی.

د مېرمن حسین دې مبارزې له دې امله د نړېوالو توجه ډېره جلب کړه چې یو خو دا پخپله د ملګروملتو د ادارې کارکوونکې ده او دوهم دا چې دې محکمې ته زیات شمېر خارجي ژورنالیستان او د بشري حقونو د سازمان کارکونکي رابللي وو.

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د چهارشنبې په ورځ په نیویارک ګې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:
( زه یقیناً ډېر خواشینی یم. ملګري ملتونه به هره ممکنه هڅه وکړي چې د دې موسسې د کارکوونکو حقوق وساتل شي.)

ښاغلي بانکي مون همداراز د سوډان قضا له د ې امله سخته وغندله چې د سزا لپاره د درو له وهلو څخه استفاده کوي.
XS
SM
MD
LG