ښاغلي بايډن چې اروپایي هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې له یوه برتانوي ټلویزیون سره په مرکه کې خبرې کولې همداراز اټکل وکړ چې ښايي له طالبانو سره په جګړه کې نړیوال ځواکونه نور تلفات هم ورکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو مخنیوی ناممکنه خبره ده، خو د ده په وینا له طالبانو سره د جګړې په چاره کې هڅې ځانګړی اهمیت لري.
بایډن د برتانیې له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې د تروریستانو پرضد جګړه د امریکا او برتانیې د ملي ګټو لپاره ده. ده خبرداری ورکړ چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې دېره تروریستي ډلې ښايي په اروپا او امریکا کې د غچ اخیستو لپاره خطرناکې حملې وکړي.
بايډن زیاته کړه د برتانیې، متحدوایالاتو او اروپا د ملي ګټو په خاطر د افغانستان جګړه په هغو هڅو چې نړیواله ټولنه يې په دې هېواد کې کوي، او په دې لاره کې په قربانۍ ارزي.
بايډن چې د اروپايي هېوادونو په دوره بوخت دی، د افغانستان او پاکستان ترمینځ پرتو قبایلي سیمو ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه، دا هغه سیمه ده چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې او په اروپا کې د القاعده له خوا حملې ترې تنظیم شوي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جوبايډن، د هلمند په روانو عملیاتو کې د نړیوالو ځواکونو د ډېرو تلفاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ښايي نور تلفات لا په مخ کې وي.
بايډن په خپله دې ټلویزیوني مرکه کې پرله پسې د برتانوي ځواکونو ستاینه کوله او برتانوي پوځیان يې د نړۍ تر ټولو ښه روزل شوي او زړور سرتېري وبلل.