واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کي په افغانستان کی د امریکایي ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پيل په کرښو کې یې لیکي:
په روانې میاشت کي د امریکایی ځواکونو مرګ ژوبله په افغانستان کي په بي ثاري ډول زیاته شوې او کله چې دا ځواکونه د افغانستان د جنوب په کلیو او بانډو کې چې په عنعنوي ډول په کي طالبان قوي دي، ځای په ځای شي، نو تلفات یي ممکن نور هم زیات شي.
ورځپاڼه لیکي: د امریکایي ځواکونو تلفات په داسې حال کې زیات شوي چې افغانان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره تیاری نیسي او په دې توګه ممکن د افغانستان د جګړې په اړه چې د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه ده، د امریکا د عامو خلکو ملاتړ کم شي.
واشنګټن پوسټ د رانډ موسسې د یوه څیړونکي او (په افغانستان کې د جګړې اته کلونه) د کتاب د لېکوال سیت جونز خبره هم راخیستې چې وایي:
که په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته نه شي نو دا به زما لپاره د تعجب ځای وي.
ورځپاڼه په واشنګټن کې د امنیتي چارو د یوې څیړونکي موسسې د رییس جان نیګل خبرو ته هم اشاره کوي چې وایي:
د افغانستان په جنوب کي زمونږ لومړنیو عملیاتو ممکن دښمن بي توازنه کړی وي، خو دا وېره شته که چیرې وسلوال بیرته په جنوب کې ځانونه سمبال کړي نو زمونږ د ځواکونو تلفات به هم زیات شي.
واشنګټن پوست د مقالي په وروستیو کرښو کې لیکي: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټینلي مک کریسټال خپلو عسکرو ته هدایت ورکړی چې دافغانستان کلیو او بانډو ته لاړ شي او خپل پام د وسلوالو د حملو په مقابل کي د خلکو حفاظت او امنیت ته واړوي.
جنرال مک کریسټال دغه راز امر کړی چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په مقصد دي هوایي بمبارۍ محدودې شي.
بلي امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز په افغانستان کی د وسلوالو د حملو د شدت په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کی یي لیکي:
دا چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته څو اوونۍ پاتې دي ، د افغانستان په دوو ختیځو ښارونو کي په یوه وخت د دوو ځان وژونکو حملو له وجې د امنیت په اړه اندیښنې هم زیاتې شوې دي.
ورځپاڼه لیکي:
په جلال اباد او ګردیز کي د امریکايي ځواکونو په اډو او مرکزونو باندې کوماندویي ډوله حملې ددې ښکارندوي دي چې وسلوال کولاي شي په یوه وخت کی په یوې ټاکلي سیمې حملې وکړي.
د ورځپاڼې په باور: له دې حملو څخه دا هم په ډاګه کیږي چې وسلوال هغو اډو او پوځي مرکزونو ته چي سخت امنیت یي نیول شوی، د رسیدو توان هم لري.