د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۴

د كمپيوټر له لارې د قابلو د روزنې پروګرام پيل شو


د افغان قابلو یو وروستۍ ډله چې خپل فراعت په چراغونو لمانځي.
د افغان قابلو یو وروستۍ ډله چې خپل فراعت په چراغونو لمانځي.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايې چې په هېواد كې يې د قابلو د روزلو او پرمختګ لپاره يو شمېر نوي پروګرامونه پېل كړي دي چې يو يې په كې د كمپيوټر په واسطه د قابلو روزل دي.


د دغه پروګرام مالي لګښت په افغانستان كې د متحده ايالاتو پراختيايي ادارې وركړي چې په كې به قابلې د انټرنيټ او سي ډي ګانو له لارې خپلو زده كړو ته پراختيا وركوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي د چهارشنبي په ورځ د دغه نوي پروګرام د پرانستلو په مراسمو كې دا هم وويل د قابلو شمېر به هم زيات شي:
د عامې روغتیا وزیر ښاغلی فاطمي وايي هڅه کوي د قابلو شمېر په ټول افغانستان کې زیات شي.


((په وروستيو څلور پنځو كلونو كې دوه زره څلورسوه محلي قابلې روزل شوې دي.ترشپږسوه زياتې دا مهال تر روزنې لاندې دي، خو زمونږ هدف د اته زرو قابلو روزل دي چې دغه شمېر باېد تردوه زره ديارلسم ميلادي كاله پورې پوره كړى شي.))

نوموړي وړاندې وويل چې د كمپيوټر په واسطه د قابلو د روزلو دغه پروګرام به په راتلونكي كې ګام په ګام همداسې پراخيږي او د قابلو د روزنې په بهير كې به زياتي اسانتياويى برابرې شي.

په كابل كې د غضنفر په نامه د نرسنګ د انسټيټيوټ مشر پشتون اصفر د قابلو لپاره دغه روزنيز پروګرام ډير ګټور و باله او زياته يې كړه چې د دغه پروګرام په واسطه اوس قابلې كولاى شي بې له ښونكې څخه خپل معلومات زيات كړي:

((په دې سيسټم كې چې پرمختللي ټكنالوژي ګڼل كيږي په خپل سر زده كړې كيږي، يعني يو شاګرد كولاى شي چې يوه سي ډي واخلي او له خپل ځان څخه پرې ازموينه واخلي، خپله له خپل ځان سره مرسته وكړي، دا مهال خو مو په نهو ولايتون كې پېل كړ خو ډير ژر به په ټولو ولايتونو كې په ملي كچه دغه پروګرام خپور شي.))

كه څه هم د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په روغتيايي برخه كې د يوشمېر پرمختګونو ادعا كوي ولى بيا هم د افغانستان په ځينو ولايتونو كې خلك سخت سرټكوي چې كلينكونه شته خو په زياتو كې يې روغتيايې خدمات معياري نه دي او ډيرى وخت خلك خپل ناروغان د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته استوي.
XS
SM
MD
LG