لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه ليکي چې په داسې حال کې چې طالبانو بریدونه زیات کړي دي د امریکا د دفاع وزیر څرګندوي چې لاهم یو کال شته که موږ په دې مودې کې په جګړې کې د طالبانو پرضد پرمختګ وکړ کړی به مو وي که نه د امریکا دننه به ددې جګړې د مخالفینو شمیر زیات شي.
د ورځپاڼې په وینا د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګېټس په دې برخه کې له څو لوریو له ستونزو سره مخامخ دی، لومړۍ ستونزه دا ده چې د امریکا ملاتړی ولسمشر حامد کرزی نه دی توانیدلی چې خپل واک پراخ کړي دغه حاکمیت بس پر څو ښارونو دی او اوس ولسمشر کرزی په انتخاباتي مبارزې بوخت دی او د لاس انجلس ټآیمز په وینا بهرني ځواکونه هم په څو محدود سمیو کې عملیات کوي.
د ورځپاڼې په باور د رابرټ ګيټس بله ستونزه دا ده چې د بهرنیو پوځیانو له زیاتیدو او د جګړو له پراخیدو سره به بیا هم د امریکایي عسکرو تلفات زیات شي.
د امریکا د دفاع وزیر دریم مشکل دا دی چې امریکا مجبوره ده چې دا نړۍ ته په ډاګه کړي چې القاعده ماته شوه، داسې نه شي چې بیا د افغانستان او پاکستان په لریو پرتو سیمو کې دغه شبکه سره منسجمه شي.
لاس انجلس ټایمز پوښتنه کوي، د امریکا خلک به څرنګه پوه شي چې ددوی ځواکونو په افغانستان کې پرمختګ کړی دی؟
ایا د ولسمشر کرزي د حکومت له بیا انتخابه به دا درک کړي چې حکومت یې په بې کفایتۍ او اداري فساد تورن دی؟ یا به وروسته تر دې پرمختګ درک کړي چې په یو شمیر ولایتونو کې امنیت تامین شي.
ورځپاڼه بیا د امریکا د دفاع وزیر د یوه کال خبره کوي چې په دې مودې کې د هغې ژمنې عملي کیدل ممکن نه دي چې د اوباما ادارې کړې ده او وایي چې په افغانستان کې به د انکشافي پروګرامونو له لارې دخلکو ملاتړ جذب کړي همداراز د ورځپاڼې په باور په یوه کال کې د افغانستان عسکر او پولیس هم نه شي روزل کیدای.
د دغې امریکایۍ ورځپاڼې په وینا امریکا نه شي کولای چې په هغه هیواد کې چې دوه امپراتورۍ يې په ګونډو کړې دي د بریالیتوب دقییق حد وټاکي خو د دې لپاره چې د امریکا د خلکو ملاتړ ددې جګړې په برخه کې ترلاسه کړي نو امریکا باید په افغانستان کې د پرمختګ په برخه کې خپلو خلکو ته یو معیار وټاکي.
د افغانستان د جګړې په اړه یوې بلې ورځپاڼې ډيلې ټیلګراف بیا د ناټو د عمومي منشي خبرې رااخیستې دي چې وایي، په افغانستان کې ناکامي د القاعده شبکې بیا راتګ ته لاره هواروي. یاپ دې هوپ شفر په دې باور دی که بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي په ټولې سیمې کې به مشکلات پیدا شي.
د یپ دې هوپ شفر په وینا که ناټو افغانستان ته ډیر پام ونه کړي طالبان به راشي او لومړۍ قرباني به یې ښځې وي چې بیا به دغه ګواښ منځنۍ اسیا ته هم متوجه وي. د دیلي ټيلګراف ورځپاڼې په وینا د یپ دې هوپ شفر دغه اندیښنې دي چې د ناټو له غړیو هیوادو غواړي چې افغانستان ته دده له تګه وروسته چې په څو ورځو کې دا وظیفه پریږدي، بیاهم توجه زیاته کړي.