د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي ریيس گل نبي احمد زي د پنجشنبی په ورځ د ښځینه پولیسو د فراغت د اسنادو د ویشلو پرمهال وویل ، دا ضرورې ده چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمیر زیات شي ترڅو په هېوا د کې یو ډاډ من امنیت رامنځ ته شي.
"زموږ خوېندې زموږ تر څنګ فعال ګډون لري په دغه كورس كې زموږ د خوېندو ګډون د اښېې چې دوي خپل مسلك او خلكو ته ژمنې دي موږهيلمن يو چې دوی د كورنيو چارو وزارت ته وياړ ور په برخه كړي."
په دغه روزنیزه کورس کې دوه ویشتو ښځو ته له دومیاشتنیو روزنې وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.
د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا تراوسه يوسل او اته ښځې په څلورو دورو کې د دغه لنډ مهالو کورسونو څخه چې د متحده ایالاتو په همکارۍ جوړ شوی فارغانې شوې دي.
ویل کېږي چې دا مهال د افغانستان په ټولو ولايتونو كې درې سو ه ښځینه پولیسې د نارینه و تر څنگ فعالیت کوي خو چارواکي وايي چې څه باندې پنځوزرو ښځينه پولیسو ته اړتیا شته.
یوه ښځینه پولیسه چې سميه نوميږي او له دې روزنېزې دورې څخه فارغه شوې ژمنه وكړه چې هېواد ته به په صادقانه توگه خدمت وكړي.
"له هغه ځايه چې په ښځو او نارينوو د وطن ساتنه فرض ده موږ په دغه ځاې كې ګډون وكړ،موږ ژمنه كوو هغه څه چې مو زده كړي په صداقت او ايماندارۍ سره به يې په عمل كې پلي كړو."
ډير شمير ښځې چې د پولیسو په ليكو کې دي په غیرمحاربوي برخو کې فعاليت كوي خو سره له دې هم له جدې گواښونو سره مخامخ کیږي.
یو کال مخکې د ملالۍ کاکړې په نوم ښځينه پولیسه د قندهار په ولایت کې د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شوه .
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښځينه پولیسو ته به ښه امکانات برابر كړي تر څو هغوی وکولای شي چی په ارامه توگه خپلې دندې پرمخ بوځي .