د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

سیامک : د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه څېړنې باید له امریکایانو پیل شي


د ولسمشر کرزي یو ویاند احمد ضیا سیامک وايي د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه تحقیقات او څېړنې لومړۍ باید له امریکایانو نه پیل شي.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه د تحقیقاتو لپاره د امریکا د حکومت د وروستۍ پریکړې په تعقیب افغان چارواکو ویلي دي، چې دا ډله ایزه وژنه د هغو عملیاتو په مهال شوې، چې امریکايي ځواکونه هم په کې موجود وو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل امنیتي سلا کار ته دنده سپارلې، چې د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه ، چې ویل کیږي د جنرال دوستم د پلوي ملیشوو له خوا شوې ژور تحقیقات وکړي.
ویل کېږي چې په زرګونو طالب جنګیالي په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان په شمال کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ ملیشو ته تسلیم شوي وو چې له دوی څخه ډېر کم يې ژوندي پاتې شول


خو د ولسمشر کرزي یو ویاند احمد ضیا سیامک بیا د امریکا د حکومت ددې نوي اقدام په اړه په خپل غبرګون کې وویل، چې دا عملیات د جنرال دوستم او امریکايي ځواکونو له خوا په ګډه شوي او پکار ده، چې دا تحقیقات له امریکایانو نه پیل شي:

"هغه عملیات، چې اووه اته کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې شوي وو ګډ عملیات وو او که چیرې ټاکل شوې، چې په دې اړه تحقیقات وشي نو پکار ده، چې امریکا دا تحقیقات له خپلو ځواکونو پیل کړي."

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې وروسته له هغې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوالې شمالي ټلوالې په افغانستان کې د طالبانو په خلاف خپل عملیات پیل کړل په زرګونو طالبان د هېواد په شمال کې د جنرال دوستم د پلوي ملیشوو له خوا، چې د امریکایانو په ګټه جنګیدل ونیول شول او وروسته يې د لیلي په دښته کې د ډله ایزې وژنې خبرونه خپاره شول.

د ولسمشر کرزي ویاند زیاته کړه، چې د قلعه جنګي په عملیاتو کې هم امریکایان ښکیل ول او د ناسمو بمباريو له کبله په خپله د دوي او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه:

"د دې سربیره ، چې امریکايي ځواکونه په عملیاتو کې موجود وو په قلعه جنګي کې دوه ستر بمونه په غلطۍ سره د دوی په خپلو ځواکونو او نور ځواکونو، چې هلته موجود وو پرې وتل او زیاته مرګ ژوبله يې هم له ځانه سره درلودله."

ځینو هغو کسانو، چې په هغه وخت کې يې د افغانستان په شمال کې د جنګ صحنې په خپلو سترګو لیدلې وايي، چې د جنګ د ناوړه حالتونو شاهد وو او ان داسې حالت يې هم لیدلی، چې طالبان په کانټینرونو کې په ډزو او بمونو وژل شوي وو.

د افغانستان په جنګونو کې ډیر ځلې داسې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې په ترڅ کې يې په زرګونو ملکي خلک وژل شوي.
خو د کتونکو په وېنا د داسې پېښو په اړه تحقیقات زیات وخت ته اړتیا لري، څو اصلي مجرمین وپیژندلې شي او محاکمې ته راکش شي.
XS
SM
MD
LG