د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه، سې شنبې د چنګاښ ۲۳ نېټه


د کابل چاپ ګڼ شمیر ورځپاڼو د هغو طالب بندیانو د ډله ایزې وژنې په اړه مقالې خپرې کړي دي چې په ۲۰۰۲ کال کې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ځواکونو ته تسلیم شوي و او بیا شبرغان ته په کانټینرونو کې د انتقال پر مهال په ډله ایزه توګه ووژل شول.
د کابل چاپ ګڼ شمیر ورځپاڼو د هغو طالب بندیانو د ډله ایزې وژنې په اړه مقالې خپرې کړي دي چې په ۲۰۰۲ کال کې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ځواکونو ته تسلیم شوي و او بیا شبرغان ته په کانټینرونو کې د انتقال پر مهال په ډله ایزه توګه ووژل شول.

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ نن تر ډیره د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې د څیړلو مسله راخسيتې او په دې اړه يې بیلابیل مطالب خپاره کړي دي. په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستې او لاندنې مطلب يې ترتیب کړي دي.

اراده

دې خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په لیلي دښته کې د شمال ټلوالې په لاس د طالبانو د ډله ایزې وژنې د څیړلو امر کړې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې دا طالبان ، چې شمیر يې زرګونو کسانو ته رسیدو په ۲۰۰۱ لومړي میلادي کال کې د جنرال دوستم او جنرال مالک له خوا په ډله ایزه توګه وژل شوی دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او پوښتلي دي، چې ددغو انتخاباتو ګټونکې به څوک وي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د جنګ د مرګ ژوبلې او په برتانیې کې د سیاسي دعواو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.

انیس:

دې دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه کیدونکو اتحقیقاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې د ستونزو منطقي حل وخت ته اړتیا لري.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان کتونکو په حواله لیکلي دي، چې پاکستان لا هم د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې له نیرنګ نه کار اخلي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې بیا لیکلي دي، چې په سوات کې روان پوځي عملیاتو په دې سېمه کې د امریکا د پوځي اډو د جوړولو پروګرام له ناکامۍ سره مخ کړې دې.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې هم د لیلي په د ښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه د تحقیقاتو امر ته په اشارې لیکلي دي، که د اوباما حکومت په دې پوه شي، چې په دې اړه ناسم جنايي اقدامات شوي نو د هغې عاملین به که افغان چارواکي وي او که امریکایان محاکمه شي.

دې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د روان بهیر په اړه په یو مطلب کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په انتخاباتو کې لاس وهنه ونه کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې کندهار ته د ولسمشر کرزي په پروني سفر هم تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د سولې دویمه جرګه په اسلام اباد کې جوړوي او د ملي پخلاینې د بهیر د پیاوړې کولو لپاره د سعودي عربستان باچا ته هم بلنه ورکوي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه کیدونکو تحقیقاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې جنرال دوستم د طالبانو په ډله ایزه وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي او افغان دولت هم تراوسه پورې کومه تبصره نه ده کړې.

ورځپاڼې دا ځلې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د افغانستان د روانو امنیتي ستونزو حل غښتلې اردو غواړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو له خپلواک کمسیون نه غوښتې دي، چې په روان بهیر کې دې د خلاف ورزیو مخه ونیسي.

اصلاح او هیواد:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطلب يې پرې خپاره کړی دي.

هیواد هم په خپله سرمقاله کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د القاعدې مشران په افغانستان کې نه شته.

خو اصلاح بیا په هلمند کې بې ځایه شویو خلکو ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او لیکلي دي، چې دې کډوالو ته باید ژر تر ژره مرستې ورسولې شي.

افغانستان ټایمز:

دې انګليسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي ، چې په افغانستان کې د اسامه موجودیت لرې خبره ده او پاکستان د تورونو د لږولو لوبه کوي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د رحمان ملک دا ډول څرګندونې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا، چې د ملکي حکومت له جوړیدو وروسته منځ ته راغلې له منځه یوسي.

ورځپاڼې په خپل ننني کارټون کې د چاپیریال ستونزې انځور کړي او په کې دا ښودل شوې، چې چاپیریال ته پاملرنه روغتیا ته پاملرنه ده.
XS
SM
MD
LG