نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي : د جورج بوش حکومت په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د یوه جنګ سالار د کسانو له خوا د سلګونو بلکې زرګونو طالب بندیانو دډلیزې وژنې په اړه په وار وار سره د تحیقیقاتو کولو د هڅو مخنیوۍ کړی دی.
ورځپاڼه د بشري حقونو د سازمانونو ،سره صلیب او استخباراتي سرچینو په حواله وايي :
د بوش حکومت ددې لپاره د جنرال عبد الرشید دوستم لخوا ددې ډله یزې وژنې د قضيې د مطرح کیدو مخه نیوله چې دوستم د طالبانو او القاعده په پرضد هغه وخت د امریکا د مرکزي استخباراتو سي ای اې د جګړې یوه مهمه مهره وه.
یو شمیر امریکايي مقاماتو ددوستم لخوا د زرګونو طالب بندیانو د وژنې د موضوع د پورته کیدو مخالفت ددې لپاره هم وکړ چې دوستم د امریکا په ملاتړ د حامدکرزي د حکومت یو لوړ رتبه چارواکې دی او د ورځپانې په وینا امریکايي مسولانو اندیښنه درلوده چې که دغه موضوع پورته شي نو د کابل حکومت به هم له ستونزو سره مخا مخ شي.
نیویارک ټایمز ته د جنګي جرمونو د قضیو د څیړولو پخواني امریکايي مسول پری پروسپیر ویلي :
((په سپینه ماڼۍ کې هیڅ کوم مسول ددوستم له خوا د طالب بندیانو د قتل عام د مسلې په اړه د تحقیقاتو د ترسره کیدو په وړاندې نه نه دي ویلي خو ددغو پلټڼو سره يې خپله موافقه هم نه ده څرګنده کړې.))
پروسپیر ددغې ډله یزې وژنې په اړه په لومړي سر کې د سپینې ماڼۍ د مقاماتو دعکس العمل په اړه نیویارک ټایمز ته ویلي :
په لومړي سر کې ټولو ویل چې دا یوه حساسه موضوع ده خو په عین حال کې به يې ویل چې دا مسله سیاسي بڼه هم لري.
دا لا نه ده معلومه چې د بارک اوباما اداره به دا موضوع وڅیړي او که نه خو لوړ رتبه امریکايي مقاماتو ویلي چې متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د حامد کرزي د لوی پوځي سلا کار په توګه یو ځل بیا د جنرال دوستم د ټاکلو په وړاندې سخت مخالفت ښودلې.
خو امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي باور لري چې د اوباما اداره به د دوستم له خوا د طالب بندیانو د قتل عام د موضوع په اړه له تحقیقاتو سره مخالفت ونه کړي.
د جنرال دوستم له خوا ددغې ډله یزې وژنې موضوع وروسته له هغې بیا پورته شوې چې نوموړې په ترکیه کې له یو کال جلا وطنۍ وروسته بیا د افغان ولسمشر له خوا په خپله وظیفه ګمارل شوی دی.
دوستم پر خپل یو مخالف د افغانستان د ترک تبارانو د شورا مشر اکبر بای باندې د حملې له امله له وظیفې څخه لرې کړی شوی او په ترکیه کې میشت و.
د جنګي جرمونو په اړه د امریکا پخواني چارواکې پروسپیر نیویارک ټایمز ته ویلي : دوستم ته بیا واک ورکول به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ په پروسه باندې بده اغیزه وکړي او پر حکومت به د افغانانو اعتبار کم کړي .
پروسپیر د بارک اوباما له ادارې غواړي چې ددوستم لخوا د ۲۰۰۱میلادي کال د ډلیزې وژنې په اړه تحقیقات وکړي ،هغه وايي د عدالت د تامین لپاره هرکله وخت او ځای موجود دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ رتبه مسول نیویارک ټایمز ته ویلي:
د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن او د سیمې لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک د دوستم د بیا ټاکلو په اړه ولسمشر کرزي ته خپل مخالفت څرګند کړي و.
دغه راز امریکا په ترکيې هم فشار راوستې وه چې افغانستان ته د دوستم د ورتګ موضوع وځنډوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه مسول ویلي هر څوک چې په جنګي جرمونو تورن وي باید محاکمه شي.
د جنرال دوستم له خوا د طالب بندیانو د قتل عام راپورونه په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوريدو وروسته خپاره شول.
د ۲۰۰۱کال د نومبر میاشت کې زرګونه طالب وسلوال په کندز کې ددوستم ځواکونو ته تسلیم شول او په لاریو او کانتینرونو کې شبرغان ته نزدې زندان ته ولیږدول شول.
نیویارک ټایمز د عیني شاهدانو او د خپره شويو راپورونو له مخي وايي:
په کانتینرونو کې بندو طالب زندانیانو ته اوبه او ډوډۍ ورنه کړی شوه هوا هم پرې بنده وه چې په نتیجه کې سلګونو په ګرمه هوا کې په کانتینرونو کې د لوږې، تندې او هوا د بندیدو له امله ساه ورکړه او ګڼ شمیر نور بیا د ددوستم د وسلوالو له خوا په کانتینرونو باندې د ډزو په نتیجه کې مړه شول.
ویل کیږي چې ددغو وژل شوو طالبانو مړي د افغانستان په شمال کې په دشتې لیلي کې په ډله یزو قبرونو کې تر خاورو لاندې کړی شول.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د یوه ناتایید شوي راپور له مخې ۱۵۰۰طالب بندیان په دشتې لیلي کې خښ شول په داسې حال کې چې عینې شاهدان او د بشري حقونو ډلې د وژل شوو کسانو شمیر زرګونه ښي .
د بشري حقونو ډلې اندیښنه لري چې په تیرو دوو دریو کلنو کې ددغې ډلیزې وژنې شواهد او اسناد له منیځه وړل شوي او د پیښې عیني شاهدان یا خو شکنجه شوي او یا هم وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي :
د امریکا ددفاع وزارت په ۲۰۰۲میلادي کال کې په دشتې لیلي کې د خښ شوو سل ګونو طالب بندیانو د قضيي د څیړولو په اړه د بشري حقونو او روغتیايي سازمانونو له خوا د پلټنو غوښتنه ځواب نه کړه.
د امریکا ددفاع وزارت وویل دوی له خپلو هغو خاصو ځواکونو څخه چې هغه مهال له دوستم سره یو ځای ول ددغې ډله یزې وژنې په اړه غیر رسمي تحقیقات وکړل خو دغو ځواکونو وویل چې داسې کومه پیښه نه ده شوې او د پينتاګون په وینا نور په دې اړه پلټنې ونه شوې.
د جنګي جرمونو په اړه د امریکا پخواني چارواکي وايي دوستم دا ردوي چې طالب بندیان يې وژلي او دغه راز د کرزي د حکومت مسولانو ورته ویلي چې دوی په دې اړه د تحقیقاتو سره مخالفت کوي اود پروسپیر په وینا افغان مقامات به وايې چې د تیرو دریو لسیزو د جګړو په ترڅ کې خوډیر جنګې جرمونو شوي نو څوک به د هر یو جنګي جنایت په اړه تحقیقات وکړي.

ویل کېږي له هغو طالبانو څخه په زرګونو يې ووژل شول چې په شمال کې د جنرال عبدالرشید دوستم ځواکونو ته تسلیم شوي وو.