د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

نیویارک ټایمز:په شمال کې د طالب بندیانو د ډله ایزې وژنې شواهد باید وساتل شي


وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په شمال کې د طالب بندیانو د ډله ایزې وژنې په اړه د څېړنو امر ورکړ، د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې یو واربیا دا مسله څېړلې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي : د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د ادارې له خوا د یوه بدنام افغان جنګ سالار د وسلوالو په لاس د سل ګونو بلکې زرګونو طالب بندیانو د وژنې په اړه د پلټڼو ردول ، دبوش له حکومت نه د پاتې شوو بدو میراثونو یوه برخه ده.


ورځپاڼه د عیني شاهدانو اوبشري حقونو د سازمانونو په حواله لېکلي په ۲۰۰۱میلادي کال کې وروسته له
هغې چې د طالبانو رژيم سقوط وکړ د عبد الرشید دوستم وسلوالو په کندز ولایت کې تسلیم شوي زرګونه طالب بندیان د اوسپنې په کانتینرونو کې بند کړل او د شبرغان زندان لور ته يې روان کړل.

نیویارک ټایمز وايي : سل ګونو کسانو په ګرمه هوا کې په کانټنرونو کې ساه ورکړه او کوم چې ژوندي پاتې ول ددوستم د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شول.

ددغو طالب بندیانو مړي ګمان کیږي چې د افغانستان شمال کې په دشتې لیلي کې په ډله یزو قبرونو کې تر خاورو لاندې کړی شول.

د جورج بوش حکومت ددې عام وژنې په اړه د تحقیقاتو مخالفت وکړ او په دې لړ کې د بشري حقونو د سازمانونو ،سره صلیب،او حتې د امریکا د فیډرالي استخباراتو او بهرنیو چارو د وزارت غوښتنې او هڅې له پامه وغورزولې.

نیویارک ټایمز د بشري حقونو دروغتیايي مسولانو له خولې چې په ۲۰۰۲میلادي کال کې يې په دشتې لیلي کې ددغه قتل عام ډله یز قبرونه کشف کړل وايي په دې وروستیو کې دغلته ډیر شواهد له منځه وړل شوي دي.
نیو یارک ټایمز لیکي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د افغانستان په شمال کې ګڼ شمیر طالبان بندیان د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ځواکونو ته تسلیم شوي و چې بیا ګڼ شمیر له دوی څخه په کانټینرونو کې د انتقال پر مهال د هوا د بندیدو له کبله مړه شول


ورځپاڼه وړاندې لیکي :
له بده مرغه جنرال دوستم زیات او قوي دوستان لري چې له ده نه ساتنه کوي ،دوستم د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای يې یوه مهمه مهره وه ،او افغان ولسمشر حامد کرزي هغه د خپل ستر پوځې سلا کار په توګه وټاکه .

د ورځپاڼې په وینا ددغې ډلیزې وژنې په اړه د امریکا او افغان حکومتونو له خوا د تحقیقاتو ردول او دا مسله له پامه غورزول په هیڅ ډول سره توجیح کیدای نه شي.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپلو سلا کارانو ته ویلي چې ددغې مسلې په اړه سلا مشورې وکړي او په عین حال کې يې پر افغان ولسمشر کرزي باندې هم فشار راوستی چې دوستم ته بیا واک ورنه کړي.

نیویارک ټایمز وايي اوباما باید ددې قتل عام په اړه د پراخو تحقیقاتو امر ورکړي ، ډډله یزو قبرونو دا سیمه باید خوندي وساتل شي ،او ددغې پیښي له عیني شاهدانوڅخه باید حمایت وشي.

د متحده ایالاتو یوشمیر اوسني چارواکي وايي امریکا نه شي کولی چې د دوستم له خوا د طالب بندیانو د ډله یزې وژنې په اړه تحقیقات وکړي ځکه چې په دې پیښه کې امریکايي اتباع نه بلکې بهرنیان ښکلیل دي اوله امریکا نه بهر په بل هیواد کې شوې ده.

خو د بشري حقونو ډلې وايي نړیواله پوځي عدالت او د جینوا کنوینسیونونه ددې پیښې په اړه د تحقیقاتو لپاره زمینه برابرولی شي.

د بشري حقونو ډلې وايي امریکايي ځواکونو دا منلې چې دوی او د دوستم وسلوالو ته په ۲۰۰۱کال کې سل ګونه طالبان د افغانستان په شمال کې تسلیم شوي ول.

نیویارک ټایمز په اخر کې وايي دا قتل عام یوازې د تاریخ پاڼو پورې منحصر نه دی بلکې یو عیني واقیعت دې .

ورځپاڼه وايي که طالبانو سره د دغه شان ډله یزو وژونو ویره وي نو دا ممکنه نه ده چې وسلوال فعالیت پریږدي اود دولت لور ته راواوړي .

د نیویارک ټایمز په وینا ټولو افغانانو ته باید امریکايي ځواکونه او افغان دولت دا قناعت ورکړي چې دوي په افغانستان کې د عدالت د تامین لپاره ژمن دي .
XS
SM
MD
LG